افغانستان
ریچارډ بنیټ: پر زده کړو د طالبانو بندیزونو په نجونو کې ځان وژنې ته لېوالتیا زیاته کړې ده
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ وایي، طالبانو نجونې په څلورو دیوالونو کې ایسارې کړې دي چې دا پریکړې د ژورخپګان د اخته کیدو سبب شوې دي.
ښاغلي بنټ چهارشنبه( د ډسمبر اتلسمه) "زده کړې په تمه نشي پاتې کېدی"په نوم نړیوال تعلیمي بنسټ ته وویل، "د طالبانو د ظلم او ستم سیستم د دې سبب شوی دی چې په خلکو کې ځان وژنې ته لیوالتیا زیاته شي".
طالبانو په دوه زره یو ویشتم کال کې د کابل له بیا نیولو وروسته له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، بیا یې نجونې او ښځې د پوهنتون له زده کړو منع کړې او په وروستیو کې یې په روغتیایي موسساتو کې د دوی پر زده کړو بندیز ولګاوه. همداراز یې په اکثر دولتي او غیردولتي موسسو کې د نجونو او ښځو پر کارونو محدودیتونه وضع کړې دي.
کرکټ؛ افغانستان او زیمبابوې دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي
ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې په پلازمینه هرارې کې یوه ورځنۍ لوبه وکړي.
زیمبابوې ته د افغان لوبډلې د دې سفر په ترڅ کې دا د پنځوس اورونو دویمه لوبه ده، درېیمه مسابقه به د شنبې په ورځ ترسره شي. لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ د باران د ورېدو له امله مساوي شوه.
په پام کې ده چې افغان لوبډله له کوربه هېواد سره دوه ټېسټ لوبې هم وکړي.
تر یو ورځنیو لوبو مخکې افغان لوبډلې له زیمبابوې سره د دې لړۍ په ترڅ کې د شل اورونو درې لوبې وکړې چې دوه د یوه په وړاندې افغان ټیم بریالی شو.
د نړیوالو له غبرګونونو سره، طالبانو تازه په پکتیا کې اته کسان په درو وهلي
طالبانو په پکتیا ولایت کې اته کسان په دورو وهلي دي.
په پکتيا کې د چهرشنبې په ورځد (ډیسمبر۱۷مه) د طالبانو د سترې محکمې په حکم اته کسان په دورو وهل شوي دي.
دغې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، "دغه کسان په" غلا، قتل، سړي تښتونې او نامشروع اړیکو "تورن وو چې په عام محضر کې په ۳۹ دورو وهل شوي، او له دوو څخه تر لسو کلونو پوري په بند هم محکوم شوي دي".
تر دې مخکې تیره ورځ په پروان ولایت کې ځايي چارواکو د دریو ښځو په ګډون پر پنځو تنو "د نامشروع اړیکو " په تور په عام محضر کې په دورو د وهلو حکم عملي کړی و.
نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو ډلې بدني سزاګانې د بشري حقونو سرغړونه بولي او په ځلونو يې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دا ډول سزاګانو ودروي، خو د طالبانو حکومت لاهم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر تورنو کسانو دا ډول سزاګانو تطبیقوي.
اروپايي ټولنه: هر افغان وګړی د خوندي کور او ژوند مستحق دی
اروپايي ټولنه وايي له داخلي بې ځایه شویو، راستنېدونکو او افغان کډوالو سره مرسته کوي.
اروپايي ټولنې دا خبره د چهارشنبې په ورځ (دسمبر ۱۸) د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي او ویلي دي، "هر وګړی د خونديتوب او خوندي کور او ژوند مستحق دی".
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال لري.
شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کډوالې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
پکتیا کې اته کسان په دورو وهل شوي دي
په پکتيا ولايت کې نن د طالبانو د سترې محکمې په حکم اته کسان په دورو وهل شوي دي.
دغې محکمې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان په" غلا، قتل، سړي تښتونې او نامشروع اړیکو "تورن وو چې په عام محضر کې په ۳۹ دورو وهل شوي، او له دوو څخه تر لسو کلونو پوري په بند هم محکوم شوي دي.
تر دې مخکې تیره ورځ په پروان ولایت کې ځايي چارواکو د دریو ښځو په ګډون پر پنځو تنو "د نا مشروع اړیکو " په تور په عام محضر کې په دورو د وهلو حکم عملي کړی و.
نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو ډلې بدني سزاګانې د بشري حقونو سرغړونه بولي او بیا بیا یې له طالبانو غوښتي چې د دا ډول سزاګانو بهیر ودروي. خو د طالبانو حکونت لاهم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر تورنو کسانو د دا ډول سزاګانو تطبیق ته دوام ورکوي.
ملګري ملتونه: ۱۵ میلونه افغانان نه پوهیږې د بل وخت خواړه به له کومه کوي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د افغانستان نژدې ۱۵ میلیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دغه پروګرام ۷۱۸ میلیون ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري، څو وکولای شي د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په دې هیواد کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي وو په داسې حال کې چې سخت ژمی په افغانستان کې پیل شوی، میلیونونه کورنۍ په یخنۍ کې کافي خواړه نه لري او ډېرې یې اړې دي چې له دوو څخه یوه لار غوره کړي: یا به خپل ماشومان مړوي او یا به یې هم ګرم ساتي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران له خوا خبریال رضا ولي زاده ته د حبس حکم وغنده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایراني چارواکو هغه پرېکړه وغندله چې د ایران او امریکا دوه ګوني تابعیت لرونکی، د ازادي راډیو د فردا څانګې پخوانی خبریال، رضا ولي زاده، یې په لس کاله بند محکوم کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون (سې شنبې) د فردا څانګې ته وویل چې متحده ایالات په کلکه دغه حکم غندي او د هغه او په ایران کې د ټولو سیاسي بندیانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کوي.
دې ویاند زیاته کړه چې د ایران رژیم په مکرر ډول د ګواښونو، ډارولو، توقیفونو، جبري اعترافونو او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارولو له لارې د مطبوعاتو ازادي ځپلې ده.
د محکمې د هغو اسنادو له مخې چې د ښاغلي ولي زاده مدافع وکیل ته د ډسمبر په لسمه استول شوي او ازادي راډیو هم ارزولي، ولي زاده د تهران د انقلابي محکمې له خوا له یوه دښمن حکومت سره د همکارۍ په تور محکوم شوی دی.
ښاغلي ولي زاده د ازادي راډیو له فردا څانګې سره له یوې لسیزې کار کولو وروسته د ۲۰۲۲ م کال په نومبر میاشت کې استعفا ورکړې وه. هغه د روان ۲۰۲۴ م کال په لومړیو کې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته تللی و، چې د سپټمبر په ۲۲ نیول شو.
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ دوهمه یوورځنۍ سیالي سبا ترسره کېږي
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یوورځنیو سیالیو دویمه لوبه به سبا (پنجشنبې) د هراري په ورزشي کلپ کې ترسره شي. په پام کې ده چې دغه لوبه د کابل د غرمې په دولسو بجو پیل شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ د باران له امله لغوه شوه. د افغانستان لوبډلې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه، خو د سخت باران له امله داسې مهال لوبه لغوه شوه چې په لسم اور کې زیمبابوې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۴۴ منډې کړې وې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه یوورځنۍ سیالي به د شنبې په ورځ ترسره شي.
د روسیې پارلمان د تروریستي ډلو د لیسټ په اړه لایحه نهايي کړه
د روسیې د پارلمان ولسي جرګې (دوما) د سې شنبې په ورځ هغه لایحه تصویب کړه چې محکمو ته اجازه ورکوي، د مسکو له خوا د نومول شویو تروریستي ډلو له نوملړ څخه یوه ډله لرې کړي.
په دغه اقدام سره دې ته لاره هوارېږي چې روسیه طالبان له تور لېست څخه وباسي.
د روسیې د پارلمان ولسي جرګې تېره اوونۍ په دې اړه د رایې اخیستو د بهیر په لومړي ګام کې دغه لایحه تصویب کړې وه چې پرون یې د رایې اخیستو دوه نور پړاوونه هم بشپړ شول.
د ولسي جرګې پر تصویب شوې لایحې به د راتلونکې جمعې په ورځ مشرانو جرګه رایې اخلي او وروسته به د توشیح لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندې شي. روسیې په ۲۰۰۳ م کال کې د طالبانو ډله د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامله کړې خو له دې سره سره یې ورسره اړیکي پاللي.
مسکو مخکې تر دې چې طالبان د ۲۰۲۱ م کال په دوبي کې پر افغانستان بیا واکمنان شي، څو ځله یې د طالبانو د پلاوو کوربهتوب کړی او په تېرو څه کم درې نیمو کلونو کې هم د طالبانو له سرپرست حکومت سره نژدې اړیکي پاللي او خپل سفارت یې په کابل کې پرانیستی پرېښی.
جاپان له افغانستان سره نوې بشري مرستې کوي
د جاپان دولت نن له افغانستان سره نوې بشري مرسته اعلان کړه.
د افغانستان لپاره د جاپان سفارت په یو بیان کې چې نن یې پر خپله ایکس پاڼه خپور کړ ویلي چې د دې هېواد دولت له افغانستان سره د ۲۷،۵ میلیون ډالرو اضافي مرستې پرېکړه کړې څو بشردوستانه او لومړنۍ بشري اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولي. په بیان کې هیله ښودل شوې چې دا مرسته به د اړو افغانانو په ژوند کې بدلون راولي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو په بشري مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی خو جاپان لاهم له دې هېواد سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړی.