افغانستان
د کوکنارو د بدیل کښت لپاره له نږدې ۲۹ زره کروندګرو د ملګرو ملتونو ملاتړ
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو په وړاندې د مبارزې اداره (یو اېن او ډي سي) وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې د هغو ۲۸ زره او ۷۴۱ کروندګرو ملاتړ کړی چې پخوا یې کوکنار کرل.
د افغانستان لپاره د دې ادارې څانګې د سې شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه کې د مرسته شویو بزګرو نږدې نیمایي یعنې ۴۹ سلنهیې ښځې بللې او ویلي یې دي چې د مالدارۍ د روزلو، د لمریزې انرژۍ د څاڅکي اوبو لګولو د سیسټمونو په وسیله د لیمو او نورو لیمويي مېوو بڼونو جوړولو، د سبزیجاتو کرلو، د اقلیم له شرایطو سره سم ځیرکې کرنې او د سوداګرۍ پراختیا او بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې دغه مرستې د دې لپاره شوي چې د دوی لپاره دوامداره او قانوني معیشتونه رامنځته کړي.
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې په دې هېواد کې د کوکنار پر کر، د مخدره موادو پر کاروبار او قاچاق بندیز ولګېد چې د ملګرو ملتونو د دې ادارې په خبره په ۲۰۲۳ کال کې یوازې په نږدې ۱۱ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و چې دا د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی ښیي.
دغه بندیز په سلګونو زره هغه بزګر اغېزمن کړي چې د کوکنارو د کر له لارې یې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کولې.
ریچارډ بینت کابل کې پرونۍ چاودنه وغندله
د افغانستان دبشري وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي کابل کې پرونۍ چاودنه وغندله.
ریچارد بینت د سه شنبې په ورځ ( د زمري په ۲۷مه) په خپله ایکسپاڼه د شت برچې کې دکوچنیانو یو ښوونځې ته نږدې دغه چاودنه چې یوځل بیایې د پلازمینې دغه اکثر هزاره میشتې سیمه په نښه کړه وحشتناکه وبلله او په کلکو ټکویې وغندله.
ښاغلي بینت دعاملانو د پیژندلو او محاکمې ته وړاندې کولو لپاره د بشپړو او بې پرې څیړنو په اړتیا ټینګار وکړ.
ځینو رپوټونه وویل چې د مهدیه ښارګوتي سیمه کې د لاسي بم دغې چاودنه کې شاوخوا ۵۲ کوچنیان ټپیان شوي دي.
دکابل امنیه قوماندانۍ وویل چې چاودنه کې یو شمیر کوچنیان سطحي ټپیان شوي او د پیښې په تړاو تحقیقات پیل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره وايي افغانستان کې دښځو حقوقو باندې معامله نه شي کیدای
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما بحوث وايي واک ته د طالبانو له ستنیدو ۵ کاله وروسته ، افغانستان کې دښځو او نجونو محرومیت باید عادي بڼه اختیار نه کړي.
میرمن بحوث د دوشنبې په ورځ ( د زمري په ۲۶مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د افغان نجونو او ښځو حقوق د معاملې وړ نه دي او ملګري ملتونه د افغان نجونو او ښځو د حقوقو ، عزت او غږ لپاره ددوی ترڅنګ ولاړ دي.
طالبانو ۲۰۲۱ کال واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې د نجونو زده کړې منع کړې.
وروسته یې د پوهنتون دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ وتړلې، په دولتي ادارو کې د ښځو کار محدود او په غیردولتي موسسو کې منع شو.
دغه راز پارکونو او تفریح ځایونو ته د ښځو په تګ راتګ او له محرم پرته یې داوږد واټن په سفر هم محدودیت ولګول شو.
طالبانو پاکستان د داعش او طالب ضد وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورن کړ
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کوي چې داعش په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري او د طالبانو پر ضد وسلهوالې ډلې هڅوي چې په افغانستان کې جګړه وکړي.
هغه دا کار د سیمې د ناامنه کولو یوه هڅه بللې ده.
مجاهد له طلوعنیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې پاکستان باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي او د ګاونډیو هېوادونو د تورنولو پر ځای دې د خپلو ستونزو د حل لپاره کار وکړي او له ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو د پراختیا هڅه وکړي.
مجاهد زیاتوي چې دوی هېچاته اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل کوم هېواد پر ضد کار واخلي.
په عین حال کې، پاکستان تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلاماباد مخالفو وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ته په افغانستان کې پناه ورکړې ده.
د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالیو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې نوملړ اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
دغه بورډ د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په اېکس کې لیکلي چې دروېش رسولي به په دغو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري.
اسحاق رحیمي، حسن عیسیخېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب ځدراڼ، فیصل شینوزاده، فرمانالله صافي، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټي، عرب ګل، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزی هم په دې لوبډله کې شامل دي.
د ۲۰۲۶ کال اسیایي سیالۍ به د روان میلادي کال د سپټمبر له ۲۴مې څخه د اکټوبر تر درېیمې پورې د جاپان په ایچي-ناګویا کې ترسره شي.
د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې
د کابل په لوېدیځ کې یوه چاودنه شوې ده.
کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل چاودنه د مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د ۱۸مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د مهدیه ښارګوټي په سیمه کې شوې ده.
هغه وايي چې د ابتدايي معلوماتو په اساس یو لاسي بم په یو ښوونځي کې چودلی چې له املهیې یو شمېر کوچنیان په سطحي توګه ټپیان شوي دي.
ځدراڼ زیاتوي چې د پېښې په هکله تحقیقات پیل شوي دي.
ځینې رسنیو راپور ورکړی چې پېښه کې شاوخوا ۵۲ کسه ټپیان شوي دي.
تر اوسه پېښه کې د کوم کس د وژل کېدو خبر نهدی ورکړل شوی.
د طالبانو ناراضه قومندان جمعه خان فاتح دولتي ځواکونو ته تسلیم شوی
د راپورونو له مخې د طالبانو ناراضه قومندان او د زابل پخوانی مرستیال والي جمعه خان فاتح او وسله والو یې له نښتو لاس اخیستی او وسلې یې سپارلي.
د طالبانو اړوندو رسنیو نن دوشنبې د جمعه خان فاتح د تسلیمیدو ویډیوګانې خپرې کړي او ادعا لري چې دی د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوی.
جمعه خان فاتح او وسله وال یې له څو ورځو راهیسې د بدخشان په نسی ولسوالۍ او څنګلورو سیمو کې د طالب ځواکونو په وړاندې پاڅېدلي و.
د راپورونو په اساس د هغه د نیولو لپاره د طالبانو ګڼ ځواکونه له کابل او نورو سیمو بدخشان ته استول شوي وو.
فاتح څو ورځې مخکې په یوه غږیز پیغام کې شکایت درلود چې طالب ځواکونو په نسی کې د ملکیانو کورونو تلاشي کړي او د ده په خبره څو بیګناه کسان یې وژلي.
په بدخشان کې د طالبانو د دې خپلمنځني شخړو سربېره د طالبانو وسله والو مخالفو ډلو له هغې ډلې ازادۍ جبهې ویلي چې له څو ورځو راهیسې یې په زیباک کې پر طالب ځواکونو بریدونه کړي.
د افغان سوداګرو یو پلاوی په یوه نندارتون کې د ګډون او د همکارۍ اوفرصتونو په اړه د خبرو لپاره تهران ته تللی
د افغانستان او ایران د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رئیس کمالالدین توحید د ودانیز صنعت په نړیوال نندارتون کې د ګډون په هدف د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی.
دې خونې د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې له ښاغلی توحید سره په دې سفرکې د سوداګرو او خصوصي سکتور یو ۳۰ کسیز پلاوی ملګرتیا کوي. د خبرپاڼې له مخې د دغه سفر موخه د ودانیز صنعت په برخه کې له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او فرصتونو سره بلدتیا، د افغانستان او ایران د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پیاوړتیا او د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو همکاریو د پراختیا لپاره د لا زیاتو زمینو برابرول دي. افغان پلاوی به همدارنګه د ایران له یو شمېر سوداګرو، پانګوالو او اقتصادي فعالانو سره په لیدنو کتنو کې د ګډې همکارۍ او پانګونې پر فرصتونو هم خبرې وکړي.
یونیسف: د روان کال په شپږو میاشتو کې یې ۵۶ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې؛ ۶۷ سلنه یې نجونې وې
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف وایي، د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د زده کړې د پروګرامونو له لارې نژدې ۵۶ زره ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې چې ۶۷ سلنه یې نجونې وې. یونیسف په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د جنوري له لومړۍ نه د جون تر۳۰ پورې په شپږمیاشتني راپورکې ویلي چې دغو ماشومانو ته چې له ښوونځي پاتې شوې ماشومان هم پکې شامل دي، د ټولنیزو زده کړو او د زده کړې د لنډمهالو مرکزونو له لارې د زده کړې زمینه برابره شوې ده. دې ادارې ویلي چې د زده کړې په برخه کې یې د دغو ماشومانو ملاتړ په داسې یوه ستونزمن حالت کې کړی چې د پوهنې پروګرامونه په پراخه پیمانه د بیرته راستنیدونکوکډوالو، پرپوله د نښتو، سیلابونو او زده کړو ته د لاسرسي له دوامداره خنډونو سره مخ وو. د دې ادارې په خبره اټکل کیده چې ۷،۱ ملیونه ماشومان د زده کړې په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري چې په هغوی کې نژدې ۹۰۰ زره بیرته راستانه شوي ماشومان هم شامل وو. یونیسف همدارنګه ویلي چې په دې موده کې یې د روغتیایې خدمتونو په برخه کې د ډیرو ماشومانو او میندو لاسنیوی کړی او زیاتوي، د دې ادارې ترملاتړلاندې روغتیایي مرکزونو له لارې له ۱۸،۹ ملیونه زیاتو خلکو اساسي روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
په ۳۹ ولسوالیو کې د پولیو واکسین پيلیږي
نن دوشنبه د پلازمینې کابل په شمول د پنځو ولایتونو په شاوخوا ۳۹ ولسوالیو کې د پولیو واکسیناسیون پيلیږي.
له پولیو د پاک افغانستان بنسټ ویلي چې تمه ده په ټول ننګرهار، د هرات او فراه په دوو – دوو ولسوالیو، د کابل په پنځو او د کونړ په اوه ولسوالیو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.
د پولیو دا تازه کمپاین داسې وخت پيلیږي چې څه موده مخکې د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې د ۲۰۲۶ کال له پيله افغانستان کې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په دوام د پولیو د پېښو د زیاتېدو اندېښنه هم ځي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ له دوو هغو هېوادونو دي چې پولیو پکې له منځه نه ده تللې.