د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

افغانستان

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مالدارۍ په اړه پراخه سروې پیل کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۸مه نېټه یې د افغانستان په کچه د مالدارۍ دویمه سروې پیل کړې.

دې ادارې نن پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) ویلي، دا پراخه سروې به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو، ۴۵۲ ولسوالیو، او ۳۶۹۰۰ کلیو کې ترسره شي.

ملګري ملتونه هیله لري چې دا سروې به په افغانستان کې د مالدارۍ سکتور د پروګرامونو د بهبود، د خوراکي توکو د خوندیتوب د ښه‌والي، او د کلیو د معیشت د ملاتړ لپاره مهم معلومات چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له خلکو غوښتي چې د دې سروې په بشپړولو کې ورسره همکاري وکړي.

د سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، نن په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې دا لویه لاره یو ځل بیا د زیاتو واورو د ورښت له کبله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې، خو د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.

هغه زیاته کړه چې په سالنګ کې د واورې اورښت دوام لري او تر اوسه دغلته له ۴۰ تر ۵۰ سانتي‌مترو پورې رسېدلی دی.

د حق‌شناس په وینا، د میدان وردګو ولایت د کوتل اوني په سیمه کې هم د واورې ورېدو له امله د کابل – بامیانو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګ لویه لار یو له مهمو ترانزیتي لارو څخه ده چې د افغانستان ۹ شمالي او شمال‌ختیځ ولایتونه له کابل او ختیځ او سویلي ولایتونو سره نښلوي، او هره ورځ له دې لویې لارې سلګونه موټر تګ راتګ کوي.

افغانستان سبا- پنجشنبې د زیمبابوې پر وړاندې د کرکټ دوهمه ټسټ لوبه کوي

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ کرکټ لوبه
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ کرکټ لوبه

ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې ملي لوبډلې سبا (د مرغومي ۱۳مه) په دوهمه ټسټ لوبه کې سره مخامخ شي. دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي. دا پنځه ورځنۍ لوبه به د دوشنبې ترورځې دوام وکړي.

د زیمبابوې په کوربه توب د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه چې تېره دوشنبې پای ته ورسېده مساوي شوه خو له دې مخکې د دریو یوورځینو او دریو شل اووریزو لوبو لړۍ افغانستان وګټلې.

د زیمبابوې له لوبلړۍ وروسته د افغان لوبډلې راتلونکې سیالۍ به د آسیا د اتلولۍ په جام یا چمپین ټرافي کې وي. په دې لړۍ کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د نوي ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلینډ او دریمه لوبه به یې د فبروري په ۲۹ له اسټرالیا سره وي.

په جینوا کې افغان ډيپلومات، له موسسو د جواز اخیستل یو بل شاتګ دی

په جینوا کې د افغانستان سفیر او دایمي استازی نصیر احمد اندیشه، ارشیف
په جینوا کې د افغانستان سفیر او دایمي استازی نصیر احمد اندیشه، ارشیف

په جینوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمشنر وولکر تورک د هغه دریځ ستاینه کړې چې ویلې یې دي، طالبان دې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز لغو کړي.

په جینوا کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت استازي نصیر احمد اندیشه پرون سه شنبه په یوه بیان کې ویلي، که طالبان د ښځو د استخدام له کبله د نادولتي موسسو جوازونه لغو کړي، دا به د ده په ټکو د شاتګ یو بل ګام وي.

وولکر تورک د سه شنبې په ورځ په یوه وینا کې وویل، د طالبانو هغه اعلان ډېر اندېښمن کړی دی چې وايي که نادولتي موسسې ښځې په کار وګوماري نو د فعالیت جواز به یې لغو کړي.

د راپورونو له مخې په کندهار کې د کابینې له وروستۍ غونډې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې د ملګروملتونو په ګډون کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ته خبرداری ورکړی چې د ښځو د ګومارلو په صورت کې به یې په افغانستان کې د فعالیت جواز لغو شي.

طالبانو څه باندې دوه کاله مخکې په کورنیو او نړیوالو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

۲۰۲۴ ښځینه خبریالانو ته د اطلاعاتو راټولولو ستونزې

افغان خبریالان، ارشیف
افغان خبریالان، ارشیف

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان ( AJSO) وایي، ۲۰۲۴ کال کې ښځینه خبریالانې تر ډېره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخې وې.

دغه سازمان د ۲۰۲۴ کال په راپور کې چې پرون د دسمبر په ۳۱مه یې خپور کړ ویلي، د افغانستان د اوسنیو حاکمانو امنیتي ادارې، په ځانګړې توګه د ریاست الوزرا دفتر نجونو خبریالانو ته اطلاعات نه ورکوي.

دوی ویلي چې برعکس دغه ادارې بیا خپلواکو تحلیل کوونکو او روغتیایي کارکوونکو ته یو څه په اسانه معلومات ورکوي.

د راپور د موندنو له مخې ښځینه خبریالانو جنسیتي تبعیض او د حقایقو له خپریدو ویره دوی ته د اطلاعاتو نه ورکولو عمده دلایل یاد کړي دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې ښځینه خبریالانو ورته ویلي، دوی د قانوني تضمینونو له نشتوالي سره مخامخ دي او د یوه نه ځواب ویونکي حکومت په وړاندې د خوندیتوب ډاډ نه لري.

تر دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز د دسمبر په ۲۶مه ویلي و چې ۲۰۲۴ کال کې وړم کال ته په کتو دغه هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د ځپنې پيښې ۸ فیصده زیاتې وې.

د ځپنې په دې پيښو کې د طالبانو د فشارونو له کبله د ۱۸ رسنیو د فعالیت بندېدا او د لسګونه خبریالانو توقیف ته اشاره شوې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم تایید کړه چې رسنۍ او د نظر خاوندان کله نا کله د خپلو څرګندونو له کبله تعقیبېږي.

په اته ویشتو ولایتونو کې د واورې او باران وړاندوینه

هرات کې واوره، ارشیف
هرات کې واوره، ارشیف

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په ۲۸ ولایتونو کې د واورو د ورېدو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې پرون سه شنبه په یوه بیان کې وویل، له ننګرهار، لغمان، نورستان، کاپیسا، کونړ او تخار پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو امکان شته.

بیان زیاتوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د واورې کچه د ۱۰ او ۵۰ سانتي مترو او د باران کچه د ۱۵ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي.

داسې مهال چې په افغانستان کې د ژمي موسم پیل شوی ډېری خلک په بازارونو کې د سونګ د موادو د بیو له لوړوالي، شکایت کوي او وايي چې د بېوزلۍ له کبله یې نه شي پېرلای.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ د ژمي له پیلېدو مخکې ویلي و، چې سږنی سخت ژمی ښايي د افغانستان د میلیونونه خلکو ژوند وګواښي.

په ۲۸ ولایتونو کې د واورې اټکل شوی

د هېواد د هواپېژندنې ادارې په ۲۸ ولایتونو کې د واورو د ورېدو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې نن په یوه بیان کې وویل، له ننګرهار، لغمان، نورستان، کاپیسا، کونړ او تخار پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې نن (د مرغومي ۱۱مه) او سبا چارشنبې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو امکان شته.

بیان زیاتوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د واورې کچه د ۱۰ او ۵۰ سانتي مترو او د باران کچه د ۱۵ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي.

داسې مهال چې په افغانستان کې د ژمي موسم پیل شوی ډېری خلک په بازارونو کې د سونګ د موادو د بیو له لوړوالي، شکایت کوي او وايي چې د بېوزلۍ له کبله یې نه شي پېرلای.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ د ژمي له پیلېدو مخکې ویلي و، چې سږنی سخت ژمی ښايي د افغانستان د میلیونونه خلکو ژوند وګواښي.

د. م.م د بشري حقونو کمیشنر له طالبانو وغوښتل د ښځو پر کار بندیز لیري کړي

د ملګروملتو د بشري حقونو لوی کمیشنر ولکر تورک
د ملګروملتو د بشري حقونو لوی کمیشنر ولکر تورک

د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر له طالبانو غواړي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لغو کړي.

وولکر تورک نن (د مرغومي ۱۱مه) په یوه وینا کې وویل، د طالبانو هغه اعلان ډېر اندېښمن کړی دی چې وايي که نادولتي موسسې ښځې په کار وګوماري نو د فعالیت جواز به یې لغو کړي. ښاغلي ترک دا یو ناسم اقدام وباله.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت په یو رسمي مکتوب کې چې اوس اوس پر ټولنیزو شبکو خپور شوی، د ملګروملتونو په ګډون کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ته خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو د ګومارلو په صورت کې به یې په افغانستان کې د فعالیت جواز لغو شي.

طالبانو څه باندې دوه کاله مخکې په کورنیو او نړیوالو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر همداراز له طالبانو غوښتي دي چې د ښځو اړوند ټول له تبعیض څخه ډک فرمانونه لغو کړي.

طالبانو له نژدې درې نیم کلونو راهیسې چې پر افغانستان واکمن شوي دي پر ښځو او نجونو خورا ډېر محدودیتونه وضع کړي.

طالبانو همداراز له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو او د ښځو پرمخ د پوهنتونونو او د طبي تعلیمي موسسو دروازې تړلې دي.

جنوبي کوریا له افغانستان سره ۵ میلیون ډالره مرسته وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام WFP له افغانستان سره د جنوبي کوریا د ۵ میلیون ډالره مرستې خبر ورکوي.

WFP نن په یوه بیان کې وویل چې دا مالي مرسته به هغو بېوزلو کورنیو ته چې نه پوهېږي د بل وخت خواړه له کومه کړي، د میندو ملاتړ لپاره د مقوي غذا، د لومړنیو ښوونځیو ماشومانو ته د خوړو په برابرولو او نورو بشري چارو ولګوي. په بیان کې د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا د سفارت د شارژ دافیر مون سونګ هوان له قوله راغلي چې نوموړی وايي ژمی رارسېدلی دی خو په افغانستان کې خلک کار او خواړه نه لري او کورنۍ حیرانې دي چې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه چمتو کړي که د سونګ مواد.

WFP وايي د جنوبي کوریا په دې مرسته به هغو نژدې ۳۷ زره بېوزلو افغانانو ته چې له غذایي ناامنۍ سره مخ دي، د اوړو او نباتي غوړیو په ګډون ۲۰۰۰ ټنه خواړه برابر کړي.

جنوبي کوریا په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته څه باندې ۳۶ میلیون ډالره بسپنه ورکړې.

په کابل ولایت کې د شاه و عروس بند پرانستل شو

ارشیف
ارشیف

د باختر خبري آژانس، چې طالبان یې اداره کوي د خبر له مخې، د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند نن پرانیستل شو.

د خبر له مخې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په دې ویاړ جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال دا پروژه د افغانستان د اوبو د مدیریت او د کرنې په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه وبلله.

د شاه او عروس بند چې کار یې د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال پیل شوی و، په کال کې د ۳۳ میلیون مکعب متره اوبو د تنظیم او د ۹ میلیون مکعب متره اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. دا بند همداراز د ۲۷۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ۱،۲ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت هم لري. تمه ده چې د شاه او عروس بند به د کابل ښار د څښاک د اوبو او د بریښنا د کمښت ستونزې څه ناڅه راکمې کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG