د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

افغانستان

کرکټ؛ بنګله‌دېش افغانستان ته د ۲۴۵ منډو هدف ورکړ

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې بنګله‌دېش د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۴۴ منډې یې وکړې.

دغه سیالي چې د شارجې په لوبغالي کې د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰بجې پیل شوې وه، بنګله‌دېش پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

مېلمه لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۴۴ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې په ګټه محمدالله ۹۸ او د دې سیالۍ لوبډلمشر مهدی حسن مېراز ۶۶ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې نن عظمت‌الله عمرزی تر نورو ښه وځلېد چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

دغه راز راشدخان او محمدنبي یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.

تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه-یوه سیالي ګټلې ده او په‌‌دې سره لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي ده، نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.

کرکټ؛ بنګله‌دېش د درېیمې لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه.

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې نن دوشنبه د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کوي.

دغه سیالي د کابل پر وخت ۲:۳۰بجې پیليږي، پچه یې بنګله‌‌‌دېش وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه-یوه سیالي ګټلې ده او په‌‌دې سره لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي ده، نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.

په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان د ۱۱ـ کسیزې لوبډلې په ترکیب کې هېڅ بدلون نه‌‌‌دی راغلی، خو د بنګله‌دېش لوبډلمشر نجم‌‌‌الحسین شانټو چې د لوبلړۍ مخکښ منډه جوړونکی هم دی، د ټپونو له امله نه‌شي لوبېدای او پر ځای یې ناهید رانا غوره شوی دی.

کرکټ بورډ: افغان لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې پای‌لوبې ته پوره چمتووالی لري

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله د بنګله‌دېش په وړاندې نننۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقې ته پوره چمتووالی لري.

د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات نن ازادي راډیو ته وویل: "افغان لوبډلې د دغې لوبې لپاره پوره چمتووالی نیولی دی. د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې لوبې هم ښې لوبې وې. لومړۍ لوبه د افغان لوبډلې او دویمه د بنګله‌دېش په بریا پای ته رسېدلې وه. په ټوله کې افغان لوبغاړو ښه لوبه کړې ده."

نننۍ لوبه چې درېیمه او وروستۍ ده، د کابل پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو بجو پيلېږي.

که هر هېواد نننۍ لوبه وګټي د روانې لوبلړۍ ګټونکی به وي.

هند کې د طالبانو قونسلګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش خبر ورکړی

په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه
په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه

د هند په ممبۍ ښار کې د طالبانو تر کنټرول لانډې قونسلګرۍ د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر ورکړ.

ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی چې، په ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ویلي، چې په هند کې دېره افغان وګړو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د نویو پاسپورټونو د ورکړې اسانتیا نه‌لري.

په هند کې د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر داسې وخت ورکول کېږي، چې د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره وکتل.

له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ۲۶ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی

افغانستان ته د راستنو شويو کډوالو کډې
افغانستان ته د راستنو شويو کډوالو کډې

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن پر خپله ایکس‌پاڼه خبر ورکړی، چې: "پرون د تورخم له لارې ۱۰ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲ او د هرات د اسلام‌‌کلا له لارې ۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."

په خبر کې نه‌‌‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې کړای شوي دي.

پاکستان د ۲۰۲۳م کال نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې‌اسناده افغان کډوالو ډله‌‌ییز اخراج چټک کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون یک‌شبنه اعلان وکړ چې، لږ تر لږه ۳۲۵ تنه افغان کډوال د شنبې او جمعې په ورځو له ترکیې اخراج او کابل ته استول شوي دي.

سيف دِ چلډرن: د ژمي په راتلو افغانستان کې د ۱۸زره کورنيو لاس‌نيوی کوو

ارشيف
ارشيف

د ماشومانو د ساتنې مؤسسه یا سیف دِ چلډرن (Save the Children) وايي، د ژمي د پروګرام په چوکاټ کې غواړي چې په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او نقدي مرستو له لارې لارې د ۱۸زره کورنیو لاس‌نیوی وکړي.

په افغانستان کې د دغه بنسټ د بشري چارو مسوولې چاریتي لوکایا په هغه ویډیو کې چې سیف دِ چلډرن پر خپله ایکس‌پاڼه پرون خپره کړې ویلي، دا مهال د ۲۰زره ماشومانو په ګډون یوازې ۶۰۰۰ کورنیو سره د دغه پروګرام له لارې مرسته کولی شي.

په دغه ويډيويي پېغام کې راغلي: "موږ د ژمي بستې او د جامو کیټونه لرو، دا هغه بستې دي، چې په ژمي کې مو چې اټکل کوو سخت به وي، د خلکو د ملاتړ لپاره چمتو کړي دي. په دغه هېواد کې د ژمي پر مهال د کورنیو د مرستې لپاره په ټوله کې یو ميلیارد ډالرو ته اړتیا ده. شاوخوا یو ميلیون او ۳سوه زره کسان دغو مرستو ته اړتیا لري."

د ژمي له نږدې کېدو سره په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په باب اندېښنې لا زیاتې شوې او ویل شوي، تر ډېره به ماشومان اغېزمن کړي، چې له لوږې او بې‌وزلۍ زیات کړېږي.

کرکټ؛ افغانستان او بنګله‌دېش نن وروستۍ سیالي کوي

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش لوبه.

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې نن دوشنبه د نومبر په ۱۱مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کړي.

افغان کرکټ بورډ وايي چې، دغه سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ نیمې بجې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې پیل شي.

تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه یوه سیالي ګټلې ده او په‌دې سره لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي ده، نننۍ سیالي به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه کړي.

د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر او بنګله‌دېش په دویمې لوبې کې د ۶۸ منډو په توپیر سیالۍ ګټلې وې.

د ویلو ده چې تر دې لوبلړۍ وروسته به افغانستان د څو لوبلړیو د لوبولو په موخه د زمبابوې هېواد ته سفر کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف محتسبينو زابل کې د يوې نجلۍ د جبري واده د مخنيوي خبر ورکړی

ارشيف
ارشيف

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت وايي، په زابل ولایت کې یې د یوې دولس کلنې نجلۍ د جبري واده مخه نیولې ده.

دغه وزارت یک‌شنبه په خپله ایکس‌‌‌‌پاڼه دا خبره خپره کړې ده.

په بیان کې ادعا شوې چې، د ښځو د بشري حقونو د تامین په هدف د یاد وزارت محتسبینو تر دې دمه د سلګونو جبري ودونو او د بد ورکولو له پېښو مخنیوی کړی.

د بشري حقونو مدافع سازمانونو بیا تر دې مخکې په خپله د طالبانو حکومت ګرم بللی چې، د محدوونکو فرمانونو په صادرولو سره یې ښځې له سختیو سره مخامخ کړي او اړې کړې یې دي چې جبري ودونو ته غاړه کېږدي.

ايران د زاهدان په زندان کې يو بندي افغان اعدام کړی

د ایران د بشري حقونو یوه سازمان «حال‌وش» اعلان کړی چې ایراني چارواکو د زاهدان په زندان کې یو افغان بندي اعدام کړی دی.

د حال‌وش د راپور پر اساس د دغه افغان نوم محمد نبي پوپل زهي یاد شوی.

دغه ۲۸کلن افغان د مخدره موادو سره تړلو جرمونو په خاطر اعدام شوی.

سږ کال ایران کې د افغانانو اعدام د پام وړ زیات شوی.

په زاهدان کې د دغه افغان په اعدام سره تر دې دمه د اعدام شویو افغانانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو اوسلو مېشتي سازمان خبر ورکړی و، چې ايران اکتوبر میاشت کې ۱۶۶ تنه اعدام کړي چې ۱۳ یې افغانان وو.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه ایران تورنوي چې د تورنو د دوسیو د رسیدګۍ پروسه يې عادلانه نه‌‌‌ده او اکثر بندیان مدافع وکیلانو ته لاس‌رسی نه‌لري.

د "افغانستان ملي مقاومت" ډلې هرات کې د څلورو طالبانو د وژنې ادعا کړې

د هرات ولايت نقشه
د هرات ولايت نقشه

د طالبانو یوې مخالفې وسله‌والې جبهې، چې "د افغانستان ملي مقاومت" نومېږي، ادعا کړې چې تېره شپه (د شنبې شپه) یې په هرات کې په یوه برید کې د طالبانو څلور غړي وژلي دي.

دې جبهې نن په خپله ایکس‌پاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي، د طالبانو هغه کسان یې په نښه کړي چې په "شیدايي" سیمه کې، چې د هرات ښار په یوولسمې ناحیې پورې تړاو لري، په ګزمه بوخت وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه دا ادعا تاییدولی نه‌‌شي.

که څه هم د طالبانو چارواکو پخوا د خپلو مخالفو جبهو ورته ادعاوې رد کړې دي، خو د هغوی مخالفې جبهې پرله‌پسې طالبانو ته د مرګ‌‌ژوبلو د اړولو ادعاوې کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG