افغانستان
ازبکستان: له افغانستان سره به «قاطع او رغنده» سیاست ته دوام ورکړو
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره «رغنده او قاطع» سیاست ته دوام ورکړي او افغانستان یې یو نژدې ګاونډی وباله.
میرضیایف پرون (شنبې) د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل چې د هېواد بهرنۍ تګلاره یې پر ښه ګاونډیتوب، ستراتیژیکو همکاریو او متوازنو اړیکو ولاړه ده، خو له افغانستان سره د راتلونکې تګلارې په اړه یې د کوم نوي اقدام جزییات څرګند نه کړل.
ازبکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له دې ډلې سره اړیکې ساتلې دي. که څه هم تاشکند د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو هڅه کوي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سیمهییز اتصال او سوداګریزو پروژو برخه وګرځوي.
د اسلام اباد ستره محکمه: افغان محصلین دې د ویزو ستونزه د افغانستان سفارت له لارې حل کړي
د اسلام اباد سترې محکمې له افغان محصلینو غوښتي چې د ویزو د تمدید ستونزې د افغان سفارت له لارې حل کړي.
د پاکستان ډان ورځپانې راپور ورکړی چې د اسلام اباد د سترې محکمې قاضي خادم حسین له هغو ۸۷ محصلینو چې د پاکستان په بیلابیلو پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي او ویزې يې پایته رسیدلي غوښتي چې خپلې ستونزې په اسلام اباد کې د افغان سفارت له لارې حل کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې چارې يې طالبان سمبالوي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه شاوخوا ۸۰ محصلین ۲۰۲۳کال کې په یو کلنې تحصیلي ویزې پاکستان ته تللي وو.
تمه ده د شانګهای سازمان په ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې وشي
تمه ده د شانګهای سازمان په ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې وشي.
د دې سازمان دارالانشا ویلي، " په ناسته کې به په افغانستان کې د ترهګرۍ، د نشه يې توکو د قاچاق او پولو ته نژدې پر امنیتي اندېښنو خبرې وشي".
دا ناسته د سپټمبر په لومړۍ نیټه د قرغیزستان په پلازمینه بشکیک کې جوړیږي.
تراوسه معلومه نه ده چې طالب چارواکي دې ناستې ته بلل شوي او که نه.
په دې ناسته د افغانستان د نژدې ګاونډيانو ایران او پاکستان سربیره د روسیه، چین، هند او منځنۍ اسیا ولسمشران ګډون کوي.
شانګهای سازمان لس غړي لري او افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی.
د طالبانو حکومت د اتو دولتي ادارو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې اعلان کړی
د طالبانو حکومت د اتو دولتي ادارو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې اعلان کړی.
د مالیې وزارت د تقاعد د حقونو عمومي ریاست د اعلان له مخې د روانې سنبلې میاشتې له لسمې نېټې به د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې، لوړو زدهکړو وزارت او ولایتي پوهنتونونو، د کابل پولیتخنیک پوهنتون، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، د کابل پوهنتون ریاست، د کابل طبي پوهنتون او د تیر جمهوریت د دفاع او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو متقاعدینو ته د تقاعد د حقونو ورکړه پیل شي.
دې ریاست وړاندې ویلي، متقاعدین دې د مالیې وزارت اړوند ویب پاڼه کې د خپل نوبت نېټه ترلاسه او په هماغه نېټه دې د تقاعد حقوقو عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.
مالیې وزارت له دې مخکې د درې نورو دولتي ادارو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې اعلان کړی و.
په تیرو پنځو کلونو کې له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ملکي او پوځي متقاعدینو د خپلو تقاعدي حقونو او معاشونو د نه ترلاسه کولو له کبله په ځلونو لاریونونه او اعتراضي غونډې کړې دي.
د اروپا پارلمان طالب استازو سره د افغان کډوالو د اخراج په اړه خبرې کوي
تمه ده د اروپا پارلمان را روانه پنجشنبه د (سپټمبر۳مه) له طالب استازو سره د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې وکړي.
د اروپا پارلمان د بشري حقونو فرعي کمیټې پرون جمعه د (اګسټ۲۸مه) پر خپلې رسمي ویب پاڼې لیکي،" له اروپايي ټولنې د افغان کډوالو د ستنولو په موضوع کې به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پام کې ونیول شي".
دا معلومه نه ده چې د اروپا پارلمان له کومو طالب استازو سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کوي.
طالب چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې د روان کال په جون میاشت کې د طالبانو یوه پنځه کسیزه پلاوي بروکسل ته سفر کړی و او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره یې افغانستان ته د "مجرمو افغان کډوالو" د ستنولو په اړه خبرې کړې وې.
مهترلام کې اور لګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی
د لغمان په مرکز مهترلام کې په یوه سوداګریز مرکز کې اور لګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.
طالبانو ته نږدې حریت راډیو د جمعې په ورځ (اګسټ ۲۸مه) د لغمان د امنیه قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی چې د دې اور لګېدنې له کبله خلکو ته ۱۸ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.
د دې قوماندانۍ په خبره، د بېاحتیاطۍ له کبله د ګازو یوې ډبې اور اخیستی و چې وروسته د سوداګریز مرکز نورو برخو ته خپور شو.
وړاندې راغلي چې اور څو ساعتونه دوام وکړ او وروسته مهار شو.
هلمند کې یوې روغتیايي کارکوونکې ځانوژنه کړې
د افغانستان کورنیو رسنیو د جمعې په ورځ (د اګسټ ۲۸مه) په هلمند کې د طالب سیمهییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ولایت کې یوې روغتیايي کارکوونکې ځانوژنه کړې ده.
دې ښځې د سنګین ولسوالۍ په یوه روغتیايي کلینیک کې د قابلې په توګه کار کاوه.
د راپورونو پر اساس، د هلمند امنیه قوماندانۍ ویلي چې "دې ښځې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځانوژنه کړې ده او د پېښې اړوند د ښځې خاوند نیول شوی دی".
ویل کېږي چې دې قابلې د دوا په خوړلو سره ځانوژنه کړې ده.
اروپايي ټولنې افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي، څو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د خلکو مقاومت پیاوړی کړي او د خوړو د سیستم ملاتړ وشي.
دې ادارې د جمعې په ورځ، د سنبلې په شپږمه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مالي مرسته به د ښځو او ځوانانو لپاره اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او په افغانستان کې به د ښوونځیو د خوړو له پروګرام سره مرسته وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې دغه پیسې به له افغانانو سره مرسته وکړي، څو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره لا ډېر چمتو شي او د دوامدارو اقتصادي او معیشتي فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو څخه ډېر زیانمن شوي دي او له یوه جدي بشري او غذايي بحران سره مخ دی.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي، چې شمېر یې له ۱۷ میلیونو څخه اوړي، د نړیوالو مرستو د کمېدو په صورت کې ښايي د خوراکي موادو له سخت کموالي سره مخ شي.
د بریتانیا حکومت وايي په وړو بیړیو کې دغه هیواد ته ورغلیو ناقانونه کډوالو کې ۱۳ سلنه افغانان دي
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي په روان ۲۰۲۶ کال کې تر جون میاشتې پورې په وړو بیړیو کې دغه هیواد ته ورغلیو ناقانونه کډوالو کې ۱۳ سلنه افغانان دي.
دې موده کې ټولټال څه د پاسه ۳۳ زره کډوال په غیرقانوني توګه د وړو بیړیو په وسیله دغه هیواد ته رسیدلي چې د افغانانو ترڅنګ ، ۱۸ سلنه نور د اریتیریا ، ۱۲ سلنه د سومالیا او ۱۱ سلنه د ایران څخه دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې بریتانیا ته په وړو بیړیو کې د ناقانونه افغان کډوالو ورتګ نسبت مخکني کال ته ۳۷ سلنه او د ایرانیانو ۱۵ سلنه کم شوی دی.
د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي نسبت تیرکال ته په مجموع کې ددغو کډوالو په شمیر کې ۲۳ سلنه کموالی راغلی دی.
مخکې د بریتانیا حکومت ویلي وو چې د انساني قاچاق د شبکو پر ضد له اروپايي هېوادونو سره همکاري د کډوالو د شمېر په کمېدو کې اغېزمنه وه، خو د «ریفورم بریتانیا» په نوم ګوند بیا باور لري چې دا کموالی تر ډېره د هوا له شرایطو سره تړاو لري.
اسلاماباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتووالی وښود
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلاماباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتو دی، خو د خبرو د پرمختګ لپاره پر عملي اقداماتو ټینګار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د پنجشنبې په ورځ خپله اوونیزه خبري غونډه کې، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني ته په غبرګون چې د دواړو لورو د امنیتي اندېښنو د حل لپارهیې د یو ګډ مېکانیزم وړاندیز کړی، وویل چې هر ډول دوه اړخیز مېکانیزم باید د «یوازې د ډاډ ورکولو پر ځای د ملموسو اقداماتو» لامل شي.
نوموړي وویل افغانستان باید په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) ته اجازه ورنهکړي چې له خاورې یې د پاکستان پر ضد کار واخلي.
پاکستان تر دې مخکې هم طالبان تورن کړي چې ګواکې هغو وسلهوالو ډلو تهیې پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي.
طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د وسلهوالو ډلو فعالیت د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او اسلاماباد باید د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان وانهچوي.