د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

افغانستان

د رزمي ورزش پنځه افغان لوبغاړي په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللي

ارشيف
ارشيف

د افغانستان د جیت کاندوی په نوم د رزمي ورزش پنځه لوبغاړي په نړیوالو سیالو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللي دي.

د افغانستان د ورزش او بدني روزنې ریاست د بیان له‌‌مخې، د دې ریاست او د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې په ملاتړ پنځه لوبغاړي او یو څلور کسیز پلاوی تاشکند ته استول شوي دي.

په دغو لوبو کې چې ټاکل شوې، د نومبر له لومړی تر شپږمې نېټې په تاشکند کې ترسره شي، ۱۴ هېوادونه ګډون کوي او لوبغاړي یې په یوولسو ورزشي څانګو کې لوبیږي.

بدخشان کې د سرو زرو د يو کان نړېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي

د سرو زرو د ترلاسه کولو پروسه
د سرو زرو د ترلاسه کولو پروسه

په بدخشان کې د سروزرو د مینځلو د یوې کارخونې د نړېدو په پېښه کې درې کارګران مړه شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، دغه پېښه پرون سه‌شنبې د ارغنجواه ولسوالۍ په تاقرچه سیمه کې شوې ده.

د هغه په خبره دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې پر دغو کارګرانو د کار په مهال ناڅاپه کارخونه ونړېده.

د درې واړو کارګرانو مړي د طالبانو د امنیتي کسانو له‌‌‌خوا د نړېدلې کارخونې له خاورو را ايستلي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

په بدخشان ولایت کې له‌‌دې مخکې هم دا ډول ډېرې پېښې تکرار شوي او یو عمده لامل یې دا ښودل شوی چې، د سیمې اوسېدونکي په غیرقانوني او غیرمعیاري ډول کانونه سپړي.

طالبانو يو ترکي شرکت سره د جوزجان د سمنټو د توليد د يوې فابريکې قرارداد لاسليک کړ

ارشيف
ارشيف

د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت پرون سه‌شنبې په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولید د یوې فابریکې قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.

د سمنټو د تولید دغه فابریکه د ترکي ۷۷ شرکت له‌خوا د ۱۶۳ ميلیونه ډالرو په پانګونې سره د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې جوړیږي.

د راپورونو له‌مخې په هغو مراسمو کې چې پرون په‌دې مناسبت په سیمه کې جوړشوي و، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په‌کې حضور درلود.

د طالبانو د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر ملا هدایت‌الله بدري په خبره د سمنټو د تولید په دغې فابریکه کې به د یو زرو ۲۵۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو حکومت چې په څه باندې درېیو کلونو کې یې د کانونو د استخراج او فابریکو او تاسیساتو د رغولو یو زیات شمېر قراردادونه لاسلیک کړي، پرې یو انتقاد د دغو قراردادونو پر روڼوالي څرخي.

يونېسف په کابل کې د اوبو پر کمښت اندېښنه ښودلې

ارشيف
ارشيف

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف خبرداری ورکوي چې، که عاجل اقدام ونه‌شي، تر۲۰۳۰م کال پورې به د کابل ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

د ملګروملتونو دغې ادارې پرون سه‌شنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل، په کابل کې د خلکو د هستوګنې چټک بهیر او د اقلیم د بدلون اغېزې د دې سبب شوي چې، په‌دې ښار کې د تر ځمکې لاندې اوبو اندازه د پام وړ کمه شي.

د یونېسف په وینا له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته افغانستان دا تیاری نه‌لري، چې د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مقابله وکړي.

یوشمېر کارپوهان په کابل کې د پاکو اوبو د تامین یوه لنډمهاله حل‌لاره، دې ښار ته د پنجشېر سیند د اوبو لېږدول بولي.

خو د پاکو اوبو د کمښت ستونزه یوازې په کابل پورې نه محدودیږي، بلکې د افغنستان اکثره نور ښارونه هم له دغې ستونزې سره مخ دي.

د ملګروملتونو په وینا د افغانستان شاوخوا ۸۰سلنه وګړي، پاکو اوبو ته کافي لاس‌رسی نه‌لري.

اوچا له افغانستان سره د اسټرالیا د ۱،۳ میلیون ډالره مرستې خبر ورکړ

د اسټرالیا بیرغ
د اسټرالیا بیرغ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا له افغانستان سره د اسټرالیا د ۱،۳ میلیون ډالره مرستې خبر ورکوي.

اوچا پر ایکس شبکې په یوه بیان کې د دې مرستې خبر ورکړی او ورسره یې لیکلي دي چې دا مرسته په روان ۲۰۲۴م کال کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.

اوچا په خپل بیان کې د اسټرالیا څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد مرسته به په افغانستان کې د زیانګالو خلکو د ژوند ژغورنې پر چاره ولګول شي.

د افغانستان الف لوبډله د اسيا ځوانانو د کرکټ اتلولۍ تر ګټلو وروسته کابل ته ورسېده

د افغانستان الف ملي لوبډله نن سهار د اسيا د ځوانانو د کرکټ د اتلولۍ ګټلو وروسته کابل ته ورسېده.
د افغانستان الف ملي لوبډله نن سهار د اسيا د ځوانانو د کرکټ د اتلولۍ ګټلو وروسته کابل ته ورسېده.

د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډله نن سهار د اسيا د ځوانانو د کرکټ د اتلولۍ ګټلو وروسته کابل ته ورسېده.

افغانستان د یکشنبې په ورځ په عمان کې د اسیا د ځوانانو د کرکټ جام په پای لوبه کې سریلانکا ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

افغانستان له ۲۰۱۳م کال راهیسې د اسیا د ځوانانو د کرکټ په سیالیو کې ګډون کوي.

د اسیا ایمرجېنګ کپ سیالۍ د افغانستان، هند، بنګله دیش، عمان، متحده عرب امارات، هانک کانګ، سریلانکا او پاکستان په ګډون ترسره شوې.

که څه هم ګڼو ټیمونو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړی و، خو د ملي ټیمونو اکثر مهمې څېرې هم په دې لوبو کې شاملې وې.

بینېټ یو وار بیا په افغانستان کې د بشري حقونو له خرابېدونکي وضعیته اندېښنه ښودلې

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله‌والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله‌والو د چلند یو انځور

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپل نوي راپور کې یو وار بیا په افغانستان کې د بشري حقونو له خرابېدونکي وضعیته اندېښنه ښودلې ده.

هغه ویلي، طالب چارواکو نړیوالو قوانینو ته د درناوي د ادعاوو خلاف عمل کړی او د بشري حقونو څخه یې بې شمېره سرغړونې کړي دي.

طالب چارواکو سمدستي د بینېټ د نوي راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې هغه تورن کړی چې پروپاګند کوي او له همدې امله یې افغانستان ته له سفر منع کړی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې ریچارډ بینېټ د ده په خبره د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده په غاړه درلوده، په پروپاګند بوخت و او یوه ډېره وړه مسئله یې لویوله.

د مجاهد په وینا، له همدې امله ریچارډ بینېټ ته نور اجازه نه ورکول کېږي چې افغانستان ته سفر وکړي.

خو ریچارډ بینېټ ویلي چې د ملګرو ملتونو له‌خوا ټاکل شوي د یوه خپلواک کارپوه په توګه خپل مسوولیتونه په جدي توګه ترسره کوي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې په بشپړه بې طرفۍ سره راپور تیار کړی دی.

هغه زیاته کړې، سره له دې چې د طالبانو له‌خوا افغانستان ته له ورتلو منع شوی، خو دی به د بشري حقونو د سرغړونو مستندولو ته دوام ورکړي او د وضعیت د ښه‌والي لپاره به غږ پورته کړي.

په جوزجان کې یوې ښځې شپږګوني ماشومان زېږولي

ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري

یوې ښځې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان په یوه خصوصي روغتون کې شپږګوني ماشومان زېږولي دي.

ځايی رسنیو پرون دوشنبې وویل، دا ماشومان، چې څلور نجونې او دوه هلکان دي، د عقرب په شپږمه د شبرغان په شکران خصوصي روغتون کې زېږېدلي دي.

د روغتون رییس کاظم صدیقي ځايي رسنیو ته وویل چې هم مور او هم ماشومان په ښه حالت کې دي.

د روغتون ډاکترانو د ماشومانو روغتیا د قناعت وړ بللې او صدیقي زیاته کړه چې د مور حالت هم ثابت دی.

طالبان په غزني کې د ابوریحان البیروني په مقبره کې د علمي-څېړنیز مرکز د جوړلو هڅه کوي

د غزني ښار یوه څنډه
د غزني ښار یوه څنډه

د طالبانو حکومت غواړي چې په غزني کې د ابوریحان البیروني په مقبره کې علمي - څېړنیز مرکز جوړ کړي.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس پرون دوشنبې په یوه خبر کې وویل چې د غزني اوسېدونکو په خپلو شخصي پیسو د دې مقبرې ډبرین فرش جوړ کړی دی.

راپور د طالبانو د غزني د اطلاعاتو او کلتور د ريیس ملا حمیدالله نثار په قول وايي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د نړیوالو کلتوري ادارو په همکارۍ د ابوریحان البیروني مقبره او یو څېړنیز مرکز جوړ کړي.

ابوریحان البیروني هغه منجم، فیلسوف، ریاضي‌پوه او علمي شخصیت دی چې د غزنوي دورې په څلورمه او پنځمه هجري پېړیو کې اوسېده.

د ابوریحان البیروني مقبره د غزني ښار په جنوب ختیځ کې د بهلول باغ په سیمه کې موقعیت لري.

ایراني چارواکي: ۸۵۰زره غیرقانوني افغان کډوال مو ایستلي

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال

ایراني چارواکي وايي چې د کډوالو د ایستلو د پراخ پلان په لړ کې یې ۸۵۰ زره غیرقانوني افغان کډوال ایستلي دي.

د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیون غیر قانوني کډوال له خپلې خاورې وباسي.

د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان پرون دوشنبې تسنیم خبري آژانس ته وویل چې د ایران پولیس هڅه کوي بې اسناده بهرنیان په ایران کې کار او استوګنه ونه کړي.

له بلې خوا د کرمان چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې یې ۳۸زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې لېږلي دي.

د کرمان د پولیسو قوماندان جنرال ناصر فرشید د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې خلک او سوداګر باید همکاري وکړي او غیر قانوني بهرنیان په کار ونه ګوماري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG