افغانستان
خليلزاد: د ډونالډټرمپ له راتګ سره د دوحې د تړون د بشپړ عملي کېدو امکان شته
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، ولسمشرۍ ته د ډونالډټرمپ له راتګ سره دا فرصت شته چې په افغانستان کې د دوحې تړون ټول عناصر په بشپړه توګه عملي شي.
خلیلزاد دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۷مه) په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.
له طالبانو سره تر ۱۸ میاشتو خبرو وروسته خلیلزاد د امریکا په استازیتوب په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د دوحې تړون لاسلیک کړ.
ملا عبدالغني برادر دا مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دی.
د دوحې د تړون لهمخې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل.
ټاکل شوې وه، دغه تړون بینالافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي او افغانان په خپله د افغانستان راتلونکې وټاکي.
طالبانو له اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې له بېلابېلو سکټورونو سره د اروپايي ټولنې د بشري او پراختیايي مرستو غوښتنه وکړه.
د طالبانو اقتصاد وزارت پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي حنیف دا غوښتنه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې ویرونیکا باسکوویچ پوهار (Veronika Bošković Pohar) سره په کتنه کې وکړه.
د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، مېرمن باسکوویچ په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د بشري او پرمختیايي پروژو د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۰۰ ميلیونو ډالرو مرستې د تخصیص ژمنه وکړه.
خو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، له دغه هېواد سره ۶،۷ ميلیارده ډالره بشري مرستې شوې دي.
د ملګروملتونو د شمېرو لهمخې، له افغانستان سره د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو سره-سره، په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې، چې لهدې سره د اړو کسانو شمېر تر ۲۹ ميلیونو زیات شوی دی.
د سرې مياشتې ټولنه: ۸۹ ماشومان چې د هډوکو پړسوب يې درلود د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۸۹ ماشومان چې د هډوکو د پړسوب په ناروغۍ اخته وو یا هم سخت سوځېدلي وو، پرون پنجشنبه د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول.
دغې ادارې چې د طالبانو په کنترول کې ده، پرون پر خپله ایکسپاڼه جرمني ته د دغو ماشومانو د لېږد خبر ورکړی دی.
وړاندې ویل شوي، چې ۴۵ نور ماشومان په جرمني کې له درملنې وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
څه باندې درې لسیزې کېږي چې افغان ماشومان چې سخت سوځېدلي وي، یا هم په ځینو ناروغیو اخته وي، د جرمني د "سولې کلي" بنسټ په مرسته د درملنې لپاره لېږل کېږي.
محمدنبي: له چمپینز ټراپۍ وروسته له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اخلم
د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو مشر لوبغاړي محمدنبي عیسی خیل د بنګلهدېش پر وړاندې له لومړۍ لوبې وروسته وویل، غواړي تر چمپینز ټراپۍ وروسته یو ورځنۍ سیالۍ پرېږدي.
محمدنبي د بنګلهدېش پر وړاندې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه د روانې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ښه وځلېد چې په توپوهنه کې یې ۸۴ منډې وکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.
نوموړي چې د کرکټ بورډ له رسنیزې څانګې سره تر لوبې وروسته خبرې کولې، وویل نهغواړي نور په یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېږي.
هغه زیاتوي: "نه ډېر یې نه سره اوږدوو، انشاالله په ون ډی/یو ورځنیو سیالیو کې به چمپینز ټراپي/اتلانو جام نه بعد خدای پاماني سره کوو."
محمدنبي تر دې دمه په ۱۶۵ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده چې په ۱۴۵ پاڼیو کې یې ۳۵۴۹ منډې کړې دي، دوه سلیزې او ۱۷ نیمه سلیزې یې وهلي دي.
۳۹ کلن محمدنبي د افغان کرکټ د لومړنیو لوبغاړو له ډلې یوازېنی لوبغاړی دی چې دومره ډېرې یو ورځنۍ سیالۍ یې کړي دي، هغه په ۱۵۹ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې توپ اچونه کړې چې ۱۷۱ ویکټې یې اخیستي دي.
هغه درې ټېسټ سیالۍ هم کړې دي، خو بیا یې له یادو لوبو هم تقاعد اخستی دی، نوموړي له شل اوریزو سیالیو سره د مخه ښې په تړاو لا څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې هغه لا هم د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو په کتار کې تر ټولو لوبغاړو مخکې په لومړۍ لیکه کې ځای لري.
د بې پولې خبريالانو سازمان په خوست کې د طالبانو لهخوا د ژمن راډيو بندول غندلي
د بې پولې خبريالانو سازمان یا "آرایسایف" په خوست ولايت کې د طالبانو له خوا د سيمه ييزې "ژمن" راډيو بندول غندلي او دا يې د مطبوعاتو پر ازادۍ بريد بللی دی.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ نومبر ۶مه په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې ژمن راډیو د طالبانو د چارواکو له خوا د موسیقۍ د غږولو په تور تړل شوې او له طالب چارواکو یې غوښتي چې دې راډیو ته زر تر زره د خپرونو د بیا پیل اجازه ورکړي.
تېره ورځ د خبریالانو ټولنې ویلي وو چې د ژمن راډیو د امر بالمعروف نهی عن المنکر ادارې له خوا د خپرونو په بګراونډ کې د موسیقي خپرولو له امله وتړل شوه.
د دغه مرکز د خبرپاڼې له مخې، په دې وروستیو کې د خوست ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر اطلاعاتو او کلتور ، د طالبانو د امنیت او استخباراتو ریاست د موسیقۍ او اعلاناتو پر نشراتو بندیز لګولی دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دوی پر ازادو رسنیو ډېر محدویتونه وضع کړل چې په کې پر موسیقۍ بندیز هم شامل دی.
د هند د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي له اميرخان متقي سره ليدلي
د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضيا احمد نن پنجشنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د دغو لیدو کتو خبر او انځورونه خپاره کړي دي.
خبر کې راغلي، متقي له دغه هندي ډيپلوماته غوښتي چې افغانانو په ځانګړې توګه سوداګرو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلي سینګ تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد هم سره هم کتلي و.
د طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼې لهمخې د دې لیدنې کتنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.
وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیو، هند خپل سفارت بند کړ خو له افغانستان سره یې د تېرو څه باندې درېیو کلونو په ترڅ کې په بشري برخه کې مرستې کړې دي.
د طالبانو په ډزو غور کې يو تن وژل شوی يو ټپي دی
په سیمه کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې، طالبانو د سهشنبې په ورځ د مرغاب ولسوالي په جرقشلاق کلي کې دوه تنه ونیول او کله چې یې دوی د فیروزکوه ښار ته بيول د شاه تیغ د کوتل په سیمه کې یې ډزې پرې کړې دي.
د دې سرچینې په باور یو تن ساه ورکړې او بل یې سخت ټپي شوی دی، چې دا کس د مرغاب-فیروز کوه د لارې مسافرانو موندلی دی او روغتون ته یې بیولی دی.
طالبانو د دې کسانو د نیولو علت نهدی ویلی.
په غور کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحي زعیم هم د دې کسانو د وژلو په اړه رسنیو ته معلومات نهدي ورکړي.
د طالبانو په امر خوست کې د ژمن سيمهييزه راډيو بنده شوه
د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړ چې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عنالمنکر په امر په خوست کې د (ژمن) په نوم سیمهییزه راډیو بنده شوې ده.
د دې مرکز په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه راغلې دي چې، د دې راډیو د بندېدو علت د یوې خپرونې په ترڅ کې د موسیقي خپرول یاد شوې دي.
د خبریالانو مرکز په خوست کې د یوه خبریال په وینا لیکلي دي چې، (ژمن) راډیو پرون د غرمې له یوې نیمې بجې وروسته بنده شوه.
د خبریالانو مرکز د طالبانو دې پرېکړې ته اندېښنه ښکاره کړې ده او د خوست له سیمهییزې ادارې یې هیله کړې ده چې د دې راډیو فعالیت ته بېرته اجازه ورکړي.
تر دې مخکې طالبانو په خوست کې د غرغښت په نوم د یوې راډیو خپرونې بندې کړې وې چې بیا یې څو ورځې وروسته بېرته خپرونې پیل کړې.
د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له ملايعقوب مجاهد سره ليدلي
د هند د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال جي پي سینګ په مشرۍ پلاوي په کابل کې د طالبانو له دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد سره پرون وکتل.
د طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼې لهمخې د دې لیدنې کتنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلې دي چې ښاغلي مجاهد له هندي پلاوي څخه په بشري برخه کې له افغانانو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیو، هند خپل سفارت بند کړ خو له افغانستان سره یې د تېرو څه باندې درېیو کلونو په ترڅ کې په بشري برخه کې مرستې کړې دي.
کرکټ؛ افغانستان بنګلهدېش ته په لومړۍ يو ورځنی لوبه کې په لوی توپير ماتې ورکړه
د افغانستان او بنګلهدېش ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوه، افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
پهدې سیالۍ کې د بنګلهدېش توپ اچونکو په پیلیزو اورونو کې ښه لوبه وکړه او ډېر ژر یې ۵ افغان توپوهونکو وسوځول، خو لوبډلمشر حشمتالله شهیدي او محمدنبي تر سلو منډو اوږده ملګرتیا وکړه او هدف یې ۲۳۶ ته ورساوه.
محمدنبي په ۷۹ توپونو ۸۴، حشمتالله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ او ننګیالي خروټي ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
افغانستان ونهکړای شول چې پنځوس اورونه پوره ولوبوي، ټوله لوبډله یې په ۴۹.۳ اورونو کې وسوځېده.
د بنګلهدېش په توپ اچونکو کې مستفیظالرحمن او تسکین احمد څلورـ څلور افغان لوبغاړي وسوځول.
افغانستان یو وار بیا د خپلو سوکه توپ اچونکو پر مټ وکړای شول، چې د بنګلهدېش ټوله لوبډله په ۱۴۳ منډو په ۳۴.۳ اورونو کې وسوځوي.
افغان لوبډلې ته الله محمدغضنفر ښه وځلېد او ۶ لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز راشدخان دوه، محمدنبي او عظمت الله عمرزي بیا یوه-یوه وېکټ واخیسته.
د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د نومبر میاشتې په ۹مه نېټه ترسره کوي.