افغانستان
په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ایسار مالونه لیلام ته اېښودل شوي دي
په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ایسار مالونه لیلام ته اېښودل شوي دي.
افغان سوداګر محمد نبي افغان ازادي راډیو ته تایید کړه چې د پاکستان حکومت د خپل تاوان د پوره کولو لپاره د افغان سوداګرو مالونه لیلام کړي دي.
د افغان په خبره، په لیلام شویو کانتینرونو کې ساختماني مواد، خوارکي توکې، د موټرو پرزې، د موټرو روغنیات او یو شمیر نور توکي شامل دي.
ښاغلي افغان ازادي راډیو ته وړاندې وویل چې که څه هم د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته د دې مالونو د لیلام په اړه خبر ورکړی وو، خو لارې بندي وې او افغان سوداګر ونه توانیدل چې خپل مالونه افغانستان ته راورسوي.
دا روښانه نه ده چې د افغان سوداګرو څومره کانتیرونه لیلام ته اېښودل شوي دي.
د پاکستان او د طالبانو حکومت تراوسه د دغو مالونو د لیلام په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
پاکستان د روان کال په پیل کې له دې هېواده د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو د ایستلو اجازه ورکړې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مهال ویلي و چې د افغان سوداګرو نژدې شپته سلنه بند کانتینرونه بیرته خپلو اصلي هېوادونو ته چې توکې ترې راوارد شوي وو، ستانه کړای شوي دي.
د کرکټ ملي ټيم د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ۷ مقام خپل کړی
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځینو لوبو په تازه درجه بندۍ کې اووم مقام خپل کړی دی.
په دې درجه بندۍ کې افغان لوبډلې د ۹۴نومرو په ترلاسه کولو سره اووم ځای ترلاسه کړی او په جدول کې د انګلستان له ملي ټیمه مخکې شوی دی.
هند د جدول په سر کې ځای لري او ورپسې د نیوزلینډ، سویلي افریقا، پاکستان، اسټرالیا او سریلانکا ټیمونه په ترتیب راغلي دي.
له دې مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دوه ستورو راشدخان او عظمت الله عمرزي د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي وو.
په پاکستان کې په یوه اوونۍ کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په یوه ګډ راپور کې ویلي چې د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې په پاکستان کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي او ۴۹۹ نور له دغه هېواده شړل شوي دي.
د راپور له مخې، چې د شنبې په ورځ خپور شو، په همدې موده کې ۳ زره او ۸۸۳ افغانان د تورخم، چمن او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي چې ۸۳ سلنه یې بېاسناده وو.
راپور زیاتوي چې د نیول کېدو وېره د بېاسناده افغانانو او د افغان تابعیت کارت لرونکو د بېرته ستنېدو اصلي لامل و.
د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې پورې، له پاکستانه څه باندې ۲.۷۴ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
یونیسف: په افغانستان کې د اوبو کړکېچ مخ په پراخېدو دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې د اقلیمي بدلونونو، وچکالۍ، د اوبو د اړتیاوو زیاتېدو او د اوبو د سرچینو د ناسم مدیریت له امله په افغانستان کې د اوبو کړکېچ مخ په زیاتېدو دی.
په افغانستان کې د یونسیف استازي، تاجالدین اویوالې، د شنبې په ورځ وویل چې ماشومان او ټولنې د دې کړکېچ له پایلو سره ورځ تر بلې ډېرې مخ کېږي.
یونیسف د روان کال په جون کې ویلي و چې په افغانستان کې له ۸.۸ میلیونو ډېر ماشومان د وچکالۍ، سېلونو او سختې ګرمۍ په ګډون د اقلیمي بدلونونو له لږ تر لږه درېیو ګواښونو سره مخ دي.
یونیسف ټینګار کړی چې د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره دوامداره مالي مرستو، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت وړ اسانتیاوو او د اوبو د سرچینو غوره مدیریت ته اړتیا ده.
رباب فاطمه: د ملګري ملتونه سازمان د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی
په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستنیدویه پلاوي یوناما مشره رباب فاطمه وايي، "ملګري ملتونه د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي".
هغې د ملګروملتونو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، "د افغانستان راتلونکې په افغانانو پورې اړه لري او ملګري ملتونه په دې برخه کې د افغانانو د باور وړ شریک دی".
اغلې رباب وړاندې د افغانانو د زغم او هڅو ساینه کړې او زیاته کړې ده چې افغانانو له ګڼو ستونزه سره سره د خپلې ټولنې خدمت ته دوام ورکړی دی.
رباب فاطمې اوونۍ مخکې د یوناما د مشرې په توګه په کابل کې خپله دنده پیل کړه.
طالبانو د رباب فاطمې د کاري دورې له پیل سره هممهاله د یوناما پر راپور ورکونه نیوکې کړې وې.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال تیره اوونۍ په کابل کې د یوناما درې میاشتنې راپور ته په غبرګون کې ویلي و چې یوناما په بې پرې توګه د افغانستان د وضعیت په اړه راپورونه نه چمتو کوي.
خو یوناما وايي چې خپلو راپورونو کې د بشري حقونو د نقض پیښې مستندوي.
نن د اکټوبر۲۴مه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ نړیواله ورځ ده
نن د اکټوبر۲۴مه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ نړیواله ورځ ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږکال په افغانستان کې د پولیو۴۲مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
دا سازمان وايي، تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې د پولیو ۴۸مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۴۲ یې په افغانستان کې وې.
پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې تر ډیره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کیږي.
دا ناروغي درملنه نه لري او یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغۍ نه ده محوه شوې.
چین د لومړي ځل لپاره په سوداګریزو توکو بار یو رېلګاډی افغانستان ته واستاوه
چینايي رسنیو له هغې ډلې دوزهانګ نیوز راپور ورکړی چې د چین له شاندونګ ولایت څخه پر سوداګریزو توکو بار رېلګاډي د حیرتان په لور حرکت کړی دی.
په وروستیو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې یو رېلګاډی له چین څخه په مستقیمه توګه افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدوي.
د دوزهانګ د راپور له مخې، دې رېلګاډي د چین له لیني ښاره حرکت کړی او د نږدې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي پهکې بار دي.
دې رېلګادي د اکټوبر په ۲۱مه له لیني ښاره حرکت کړی چې په ۲۰ ورځو کې به د بلخ ولایت حیرتان بندر ته ورسېږي.
د چینايي رسنیو په خبره، د دې لار په پرانیستلو سره به د افغانستان او چین ترمنځ یو مستقیم ترانسپورټي دهلېز رامنځته شي.
دا لار به د منځنۍ، سوېلي او لوېدیځې اسیا ترمنځ سوداګرۍ ته لار پرانیږي.
د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر لوبډلې بنګلهدېش ته ماته ورکړه
د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر لوبډلې د بنګلهدېش ټیم ته ماته ورکړه.
دغه لوبه چې د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شوه افغان ټیم په ۴ وېکټونو وګټله.
د بنګلهدېش ټیم افغان لوبډلې ته ۲۲۰ منډې هدف وټاکه چې افغان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹م اور کې پوره کړ.
د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر ځوانانو بله لوبه له کوربه هېواد عمان سره ده.
د افغانستان او زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن په پایلوبه کې سره مخامخ کېږي
د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن جمعه د (لړم لومړۍ نېټه) د درې اړخیزې سیالۍ پایلوبه کې سره مخامخ کېږي.
لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د کابل په وخت مازیګر څلور بجې پیلېږي.
تر دې مخکې افغانستان په دغو سیالیو کې له زېمبابوې او بنګلهدېش څخه خپلې دوه لوبې په لوی توپیر ګټلې دي.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او شارجې ښارونو کې دغه سیالۍ د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي.
افغانستان د ایران له لارې ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادره کړه
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران له لارې ترکیې ته د ۶۰۰ ټنه پنبې د صادرولو خبر ورکوي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د پنجشنبې په ورځ «تلې ۳۰مه» په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دغه محموله د خواف-هرات اوسپنیزې لارې له مسیر څخه د ایران د رېلګاډي د شبکې په لار صادره شوې ده.
افغان سوداګرو په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې څه د پاسه یو کال کېږي چې تړل شوې دي، د منځنۍ اسیا او ایران لارو او بندرونو ته مخه کړې ده.
پنبه د افغانستان له مهمو صادراتي اقلامو څخه ده.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په تېره زمري میاشت کې ویلي و چې د افغانستان ۱۰ زره ټنه پخته په ازمایشي ډول ازبکستان ته صادره شوې او اوس دغه هېواد ژمنه کړې چې ۱۰۰ زره ټنه نوره پخته هم وپېري.