پرون چهارشنبه (عقرب ۲۲ مه) د کابل پنځلسمې حوزې اړوند موټر بمب چاودنه وشوه چې ۱۲ تنه یې ووژل او ۲۰ نور يې ټپيان کړل. لېمه هادي د وژل شویو ماشومانو کورنۍ ته ورغلې او دا ویډیويي راپور يې پرې چمتو کړی دی.
محمد علي حیدري د ثور په دوهمه د تذکرې اخیستلو په هدف د کابل ښار دشت برچي ته تللی و چې په انتحاري حمله کې ووژل شو.
څلوروېشت کلن ربیع الله چې دوه واړه ماشومان ترې پاتې جسد یې نن خاورو ته وسپارل شو. شریف الله بل هغه ځوان چې په نږدې راتلونکې یې ورته کوژده کوله خو نن خپل ابدي کور ته ورغی. ویډیو او ایډیټ: نصرت پارسا