د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د زهرو کاروان

کابل کې د هیرویینو ۳ قاچقبران ونیول شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

درې تنه داسې مهال ونیول شول چې له افغانستان څخه دباندې يې هيرويين قاچاق کول.

يو تن چې غوښتل يې اووه کېلو او ۵۲۶ ګرامه هيرويين چې په سفري بکس کې يې پټ ايښي وو او غوښتل يې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې يې اندونيزیا ته قاچاق کړي، پولیسو ونيو.

له ده څخه تر پوښتنو ګروېږنو وروسته د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د دې ډلې مشر هم ونيول شو.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، دوه تنه نور چې تر څلور کيلوګرامو ډېر هيرويين يې په خپلو جامو کې پټ کړي او غوښتل يې چې هند ته يې قاچاق کړي، په حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

کابل ته تر ۶ کيلو ډېرو ښیښې د قاچاقو مخه ونيول شوه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

کابل ولایت ته تر شپږو کيلوګرامو ډېرو ښیښې د قاچاقو مخه ونيول شوه.

څلور کيلوګرامه ښیښه چې په کندهار ولايت کې په یوه موټر کې بار شوې او په پام کې وه کابل ولایت ته قاچاق کړل شي، د غزني ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په غزني ښار کې ونيوله.

دغه ډول د ملي امنيت عمومي رياست کار کوونکو په کابل ښار کې دوه کيلو او ۳۰۰ ګرامه ښیښه داسې مهال ونيوله چې د کابل ښار ۱۲مې ناحيې ته قاچاق کېدله.

د کورنيو چارو وزارت وياند ميرویس ستانکزي ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

تخار او ننګرهار کې ۳۰ کيلو نشه يي توکي ونيول شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په تخار او ننګرهار ولايتونو کې نژدې دېرش کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول.

د ننګرهار پولیسو تر شلو کيلوګرامو ډېر چرس چې په يوه رېکشا کې پټ ايښودل شوي وو او په پام کې وه چې د دې ولايت يوې ولسوالۍ ته یې قاچاق کړي، په جلال اباد ښار کې یې ونيول .

دغه ډول د تخار ولايت سرپرست امنيه قوماندان شمس الحق سادات ازادي راډيو ته وويل چې په تالقان ښار کې يو تن داسې مهال ونيول شو چې غوښتل يې څه اندازه هيرويين دې ښار ته قاچاق او پر معتادينو وپلوري.

د محکمو له خوا ۳۷ تنه په مجازاتو محکوم شول

ارشیف
ارشیف

د محکمو له خوا ۳۷ تنه د نشه يي توکو قاچبران په مجازاتو محکوم شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه يي موادو د ۱۷ قضيو د څېړلو په تړاو ۳۷تنه په مجازاتو محکوم کړل. په دوی کې درې تنه يې ابتدائيه محکمې ۲۷کاله او نور يې د استيناف محکمې له خوا د بند په بېلابېلو مجازاتو محکوم شول.

د دې مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل چې له محکومو شوېو اشخاصو سره ۱۹کيلوګرامه هيرويين، ۷۶ کيلوګرامه چرس، ۴۵۴۰ لېټره شراب او تر اتو کيلوګرامو ډېره ښیښه نيول شوې وه.

ننګرهار کې تر ۹۰ کیلوګرامو ډ‌ېر چرس او نشه‌يي ګولۍ ونيول شوې

ارشیف، د افغانستان کندز ولایت کې نیول شوي نشه‌یي مواد
ارشیف، د افغانستان کندز ولایت کې نیول شوي نشه‌یي مواد

په ننګرهار ولايت کې تر ۹۰ کیلوګرامو ډ‌ېر چرس او نشه‌يي ګولۍ نیول شوي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۸۸ کيلوګرامه چرس ونيول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې پولیسو د جلال‌اباد ښار د نهمې ناحيې پر يوه بل کور هم عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې د ټابلېټ کا په نوم ۱،۲۳۰ نشه‌يي ګولۍ ونيول شوې.

د دې دوو قضیو په تړاو دوه تنه هم نيول شوي دي.

نيمروز کې درې ټنه نشه‌يي مواد وسوځول شول

ارشیف، د افغانستان هرات ولایت کې د نشه‌یي موادو سوځول
ارشیف، د افغانستان هرات ولایت کې د نشه‌یي موادو سوځول

په نيمروز ولايت کې درې ټنه نشه‌يي مواد سوځول شوي دي.

په دې نشه‌يي موادو کې ۱۶۴ کيلوګرامه هيروئين، ۷۰۴ کيلو ګرامه ترياک، ۵۳ کيلو ګرامه چرس او ۱۳۰ کيلو ګرامه وچ کیمياوي مواد شامل دي.

دا نشه‌يي مواد د تېر شمسي کال د وروستيو میاشتو څخه نيولې بيا د روان کال د اسد تر مياشتې پورې نيول شوي وو.

د نيمروز ولايت امنيه قوماندان وحيدالله نظامي ازادي راډيو ته وويل چې د دې قضيو په تړاو ۲۳ نفره نيول شوي او د عدلي او قضايي ادارو له‌خوا په مجازاتو محکوم شوي دي.

افغانستان کې د نشه‌يي موادو ۷۶ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم شول

ارشیف
ارشیف

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه‌يي موادو ۷۶ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل.

د دې مرکز وياند خالد مؤحد ازادي راډيو ته وويل چې دوی د روان کال د سرطان په مياشت کې د نشه‌يي موادو ۵۱ قضيې څېړلي او د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي يې له يوه څخه نيولې بیا تر ۳۰ کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.

د روان کال د سرطان په مياشت کې کابل د ۱۷ او ننګرهار د ۱۰ قضیو په درلودلو سره د هغو ولايتونو د لېست په سر کې راځي چې د نشه‌يي موادو ډېرې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

د تخار پولیس: د ښيښې جوړولو یوه کارخونه ويجاړه شوه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د تخار ولایت پولیسو د ښيښې جوړولو يوه کارخونه ويجاړه کړه.

د تخار سرپرست امنيه قوماندان شمس الحق سادات ازادي راډيو ته وويل چې د دوی پولیسو د کېمياوي موادو جوړولو پر يوه کارخونه عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د ښیښې جوړولو د کارخونې پر ويجاړېدو سربېره ۴۲ لېټره تېزاب، نژدې درې کيلوګرامه ښیښه او د نوشادرو په نوم ۱۴۶ کيلوګرامه کېمياوي مواد ونيول شول.

د دې کارخونې د جوړولو په تور يو تن هم نيول شوی دی.

پروان چارواکي: کابل ته د چرسو د قاچاقو مخه ونیول شوه

ارشیف، چرس
ارشیف، چرس

د پروان ولایت پولیسو کابل ولايت ته د چرسو د قاچاقو مخه ونيوله.

يو تن چې ۱۵ کيلوګرامه چرس يې په يوه موټر کې پټ ایښي وو او غوښتل يې چې کابل ته يې قاچاق کړي، په چاريکار ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، په چاريکار ښار کې يو بل تن هم نيول شوی چې پر معتادينو يې هيرويين پلورل.

د ننګرهار پولیس: یوه کور کې ۴۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولايت په يوه کور کې نژدې څلور سوه کيلوګرامه نشه يي او کېمياوي مواد ونيول شول.

د ننګرهار له نشه يي موادو د مبارزې ځانګړو پولیسو پر يوه کور د عملیاتو په نتیجه کې ۱۹۰کيلوګرامه تارياک،۹۰ کيلوګرامه چرس، ۵۹ کيلوګرامه هيرويين، ۱۵ کيلو ګرامه ښیښه، ۲۲ کيلوګرامه جامد کيمياوي مواد او ۸ لېټره تېزاب د پولیسو لاس ته ورغلل.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل چې د دې نشه يي موادو د توليد او ساتلو په تور يو تن هم نيول شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG