د نن ورځې د مهمو خبرونو هایلایټ له اسدالله لودین سره
د پاکستان له کراچۍ ښاره د افغانانو خپل هېواد ته د ستنېدو بهیر روان دی. هلته مېشتو افغانانو مشال راډیو ته وویل، که په خپله خوښه ولاړ نه شي، نو پولیس یې نیسي، ځوروي یې او افغانستان ته یې لېږدوي.
هایلایټ، لنډ او مهم خبرونه له فریدې سیال سره
د اوکرایین پر بندري اودیسا ښار د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې درې کسان ټپیان شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د مردان په جلاله کيمپ کې زېږېدلی افغان کډوال سهيل احمد وايي چې د کډوالو ستنولو بهير يې زدکړې اغېزمنوي. نوموړی وايي چې د مې پر اوومه يې د ۱۱م ټولګي ازموينې دي، خو د پاکستان د حکومت لخوا د بې اسناده او د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو افغانانو د شړلو عمل سخت اندېښمن کړی دی.
د نن ورځې مهم خبرونه له اسدالله لودین سره
په پېښور کې مېشت افغان هنرمندان له پاکستانه د افغانانو ایستلو د خپل ژوند او د افغاني موسیقۍ راتلونکې په اړه اندېښمن دي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ سندرغاړي او موسیقاران پېښور ته کډه شول.
د یکشنبې په ورځ په برید کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ووژل شول او۱۱۷ نور ټپیان شول. د سومي خلک او چارواکي د پرونۍ مرګونۍ پېښې قربانیانو ته د درناوي لپاره د ویر او ماتم مراسم نیولي وو.
په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځور ممنوعیت "ناسم فهم دی چې له شریعت څخه کیږي"
ملاهیبت الله پر اعدامونو ټینګار کوي؛ بشري فعالان یې د انساني کرامت سره په ټکر کې بولي. پاکستان افغان کورنۍ ویشلي. اې سي سي کارتونو والا باسي او پي او ار پاتې کوي. د یو اف سي لوبو نندارې ته ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ملګري یې ورغلي وو. د صفي الله ستانکزي په کوربه توب پاسني خبرونه هایلایټ کې کتلی شئ.
هایلایټ، لنډ او مهم خبرونه
نور راوښيه