فرانکو د نړۍ تر ټولو زيات وزن لرونکی کس ګڼل کيږی. په مکسيکو کې ډاکټرانو د فرانکو د معدې عمليات وکړل ځکه رژيم نيولو ورباندي هيڅ اغېز نه کاوه. ملالۍ بشیر د فرانکو د عملیات کيسه کوي.
هغه سخت مقررات چې د خلکو په عبادت، اسلامي لباس او سیاسي ژوند لګول شوي دي د تاجکستان ټولنه یې سره ویشلې ده. د پروانې او سروناز په نومونو دوه خویندې هم په دغو اختلافاتو کې راګیر دي. یوه سخته دینداره او بله هم سخته غیر مذهبي ده.
د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا ټینګار کوي چې ناټو له افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ دی. د افغان ځواکونو چې د یاغیانو په وړاندې جګړه کې یې خپله وړتیا ثابته کړې ملاتړ ته دوام ورکوي او ناټو به په راتلونکو کلونو کې هم د افغان ولس ترڅنګ وي.
دکډوالو ګڼ بهیر د جرمني خلک اندیښمن کړي دي .
سلطان محمد سرور د چارلس پوهنتون له استاد پروفیسر شاه ولي فریاد سره غږېدلی دی.
په کندزکې یوې میرمنې غوښتل چې خپل ځان له خپلو لسو کوچنیانو سره د فقر او بېوزلې له امله وسوزوي، د دې ولایت پولیسو له خوا وژغورل شوه.د کندزد امنې قوماندنۍ ویاند سید سرور حسینی ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دریمې حوزې په سیمه کې یوې میرمنې د بېوزلې له امله غوښتل چې د پترولو په واسطه خپل ځان له ۱۰ کوچنیان
د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي افغانستان لا هم د امريکا لپاره مهم هېواد دى او لا به هم مهم وي. جان کري د امريکا ږغ اشنا ټلويزيون د افغانستان د څانګې له مشر مسعود فريور سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې باثبات افغانستان د نړۍ په ګټه دى. دى وايي حامد کرزي په سختو ورځو کې د افغانستان مشري واخيسته