د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د خپرونو جدول

۱۴:۰۰ - ۱۵:۰۰

څلورمه یوساعته پښتو خپرونه

ملاریا لا هم یوه وژونکي ناروغي د یکشنبې په ورځ روغتیا د ژوند شتمني پروګرام د ملاریا د ناروغۍ په اړه و. ملاریا هغه ناروغي ده د انافیل په نوم د یو ډول ماشي په واسطه ېې پرازیت انسانانو ته انتقالېږي او بیا انسان د ملاریا په ناروغۍ اخته کوې . په لویانو کې ملاریا د تبې لړزې او خوله کیدو په ډول څرګندیږي خو په ماشومانو کې په تیره تنکیو ماشومانو کې بل ډول وي . ماشوم لږه تبه لري ، کله ورته نس ناستی او کانګې پید اشي . په دماغي ملاریا کې بیا ورته اختلاج پید ا شي . په داسې حالاتو کې ماشوم خامخا ډاکتر ته ورسوﺉ . که په ملاریا اخته ناروغ تداوي نه شي نو ډیر ځله د مرګ سبب کیدای شي . نړیوال روغتیایي سازمان وایي په هرو دیرشو ثانیو کې یو ماشوم په نړۍ کې د ملاریا له امله مري یعني په هره دقیقه کې دوه ماشومان ... په افریقايي هیوادونو کې د نړۍ تر بل هرځاي څخه ډیر ماشومان د ملاریا له امله مري . څه باندي دوه کاله مخکې دیوې سروې له مخې په نړۍ کې نیژدې دوه نیم میلونه خلک په ملاریا اخته وو چې د شاو خوا د یو میلون خلکو د مرګ سبب شوه . په دوي کې ډیر افریقایي ماشومان وو . په افریقا کې په سلو کې شل ماشومان د ملاریا له امله مري . نړیوال روغتیایی سازمان وایي چې اوس تقریبا دنړۍ نیم خلک د ملاریا له خطر سره مخامخ دي په تیره هغه خلک چې په غریبو سیمو کې اوسیږي . ددې لپاره چې په نړۍ کې دملاریا د مخنیوي لپاره هڅې چټکې شي د اپریل پینځه ویشتمه د ملاریا د نړیوالې ورځ په نومول شوی ده . افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دي چې هر کال په کې ډیر خلک په ملاریا اخته کیږي په تیره د ډیرو ماشومانو ژوند يې له خطر سره مخ کړي دی . دا اونۍ د ازادۍ راډیو په (روغتیا د ژوند شتمني ) پروګرام کې ډاکتران د ملاریا ناروغۍ په اړه غږیدلې ، دا پرواګرام د یکشنبې په ورځ په مستقیمه توګه خپور شوی . تکرار يې دلته اوریدلی شۍ.

XS
SM
MD
LG