د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

پاډکاسټ

پاډکاسټ

پاډکاسټ څه شی دی؟

پاډکاسټ د غږ او یا هم وېډیو یو یا یو لړ ډېجیټلي فایلونه دي چې د سندیکېشن (syndication) په وسیله چې د ګډون یا اشتراک یوه طریقه ده، د انڼرنټ د شبکې له لارې، وېشل کېږي. دا فایلونه په (د مېډیا انتقالېدونکي وسایل) او یا (شخصي کمپیوټرونه) کې لیدلی او یا هم اورېدلی شئ. له انټرنټ څخه کار اخیستونکي هغه پروګرامونه لیدلی او یا اورېدلی شئ چې د ده له غوښتنې سره سم په اتومات ډول د انټرنټ له شبکې څخه د ده په خوښه ښکته (download) کېږي.

د پاډکاسټ اصطلاح د (iPod) او (broadcast) خپرول د کلمو له ترکیبه جوړه شوې ده. آی پاډ د اپل کمپیوټر (Apple Computer) د مېډیا د انتقال وړ وسیله ده.

پاډکاسټ څنګه کار کوي؟

پاډکاسټ د «آر اِس اِس» د ټکنالوژۍ پر اساس فعالیت کوي. په داسې ډول چې له یوه اتومات لاین څخه په استفادې د غږ او وېډیو فایلونه سمدستي په کمپیوټر کې ډاونلوډ کېږي. کله چې د پاډکاسټ لپاره یو پروګرام له کمپیوټر سره نصب شي، په خپله پروګرام د نویو نسخو لپاره د انټرنټ شبکه پر له پسې چک کوي او هغه په مستقیم او اتومات ډول ډاونلوډوي. د «MP3» فورمټ له فایلونو څخه استفاده د پاډکاسټ لپاره تر ټولو ښه انتخاب ګڼل کېږي.

د پاډکاسټ لپاره کومو پروګرامونو ته اړتیا ده؟

په پیل کې له آی ټون (ITunes) پروګرامه چې تر ټولو ساده پروګرام دی، کار اخیستی شئ. په کمپیوټر کې د آی ټون له نصبولو یا انسټال کولو وروسته د پاډکاسټ په هغه چاینل کې ګډون وکړﺉ چې ستاسو خوښ وي. دا کار په اسانه کولای شئ خو دا کارونه ترسره کړﺉ:

د پروګرام په مینو (menu) کې، پرمختللی (Advanced) کلېک کړﺉ، د پاډکاسټ (Subscribe to Podcast) انتخاب کړﺉ. په پرانیستل شوې پاڼه کې، یو، آر، اِېل (URL) د پاډکاسټ د خپرېدو وړ چاینل کاپي کړﺉ.

  • د پاڼې په لاندېنۍ برخه کې (ok) کلېک کړﺉ.


د پاډکاسټ نوم به په لېست کې څرګند شي. د پاڼې د پای په کیڼې برخه کې (settings) کلېک کړﺉ.

همداراز د نویو ثبتونو تر منځ فاصله او د هغو اوږدوالی په خپل کمپیوټر کې وټاکئ.

د چاینلونو د ټولو ثبت شویو موادو لېست د هر چاینل تر څنګ د مثلث وزمه تڼۍ په کېکاږلو سره ووینئ.

ستاسو په کمپیوټر کې د آی ټونس (ITunes) انسټال یا نصب شوی پروګرام د مېډیا د انتقالېدونکې وسیلې (iPod) له لارې هغه وخت چې له کمپیوټر سره یې نښلوﺉ، ثبت شوي مواد په اتومات ډول کمپیوټر ته انتقالوي او په کې ثبتوي.

آی پاډر (IPodder) پروګرام د هغو کسانو لپاره مهم دی چې د کمپیوټر په باب ژور او پرمختللي معلومات لري. د معلوماتو د ثبت او ساتنې لپاره د دې پروګرام مېکانیزم ستاسو په خوښه بدلېدای شي. مثلاً د سرورونو (server) د کنټرول دقیق وخت مخکې تر مخکې تنظیمولی شئ.

وروسته له دې چې آی پاډر پروګرام مو په خپل کمپیوټر کې نصب کړ، په وینډوز کې له ټاکل شوي وخت سره سم یې تصویر د کمپیوټر په پاڼه کې په اتومات ډول څرګندېږي.

XS
SM
MD
LG