د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۷

ولسمشر کرزی: خپلو ځواکونو ته پر پاکستان د برید اجازه نه ورکوو

حامد کرزی وايي، که پر پاکستان برید وکړو، نو ډېر بې ګناه وګړي په کې ووژل شي.
حامد کرزی وايي، که پر پاکستان برید وکړو، نو ډېر بې ګناه وګړي په کې ووژل شي.
جمهورريیس کرزی وایی، کومه ستونزه چې په دی وروستیو کې د هیواد پر سرحدي ولسوالیو د پاکستان د بریدونو له امله رامینځ شوی، دا په جنګ او د افغانانو له لوري په باالمثل عمل نه اواریږي.

د افغانستان جمهوررییس حامدکرزي د سې شنبی په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، چې هڅه کوو د پاکستان له لوري را پورته شوې ستونزه، له ډیپلوماټیکو لارو اواره کړو.

حامدکرزي وویل، د افغان پوځ له لوري ورته عمل، کېدای شي د پولو پورې غاړه د ډ یرو بیګناهو خلکو د مړینې سبب شي:

″موږ په افغانستان کې د سولی په فکر کې یو، همدارنګه د پاکستان، او د سیمې د خلکو د خوشحالي، ثبات او سوکالي په فکر کې یو، هیله ده د پاکستان حکومت له هېڅ لوري څخه د افغانستان پر لوري بریدونو ته ونه هڅیږي.″

شاوخوا پنځوس ورځې کېږي، چې د ننګرهار ولایت د ګوشتې او لعل پورې او د کونر ولایت د شیګل، دانګام، ناړې او داسې نورو سرحدي ولسوالیو د پاکستان له لوري د درنو وسلو بریدونه کېږي.

د افغانستان د دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزیران وایي، ستونزه یې څو ځلې د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو غوږو ته رسولې خو هغوی ترې تراوسه هم له پیښې انکارکوي.

د افغانستان خلکو او ولسي جرګې د دې بریدونو پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی او له حکومت څخه یې غوښتي، چې د پاکستان توغندیو ته دې په توغندیو ځواب ووایي. خو حکومت له سړې سینې کار اخلي.

د چارو پوهان په دې هکله د ښاغلي کرزي نرمښت او ډیپلوماټیکې لارې غوره ګڼل، د افغان چارواکو د کمزوري نښې ګڼي.

د چاروپوه، جنرال امان اله امان وایي:

″افغانستان حکومت ځکه ځانته د باالمثله غبرګون حق نه ورکوي، چې هیڅ نه لري او په تش میدان کې ولاړ دی، امریکا افغانستان ته د پاکستان له کړکۍ کتلي او اوس هم ګوري.

نړیوالې ټولنې د افغانستان پو ځونه پیاوړي نه کړل او کوم تعهدونه چې له افغانستان سره شوي وو، پر هغو صادقانه عمل ونه شو.″

دا لومړی ځل نه دی د پاکستان له لوري د هېواد پرسرحدي سیمو د توغندیو بریدونه کېږي، له دې مخکې هم څو ځلې ورته بریدونه ترسره شوي دي.

سره بیره پردې افغان امنیتي مسوولین وایي، هرکله چې په هېواد کې کوم بریدګر نیول شوی، په پاکستان کې روزل شوی او برید ته چمتو شوی دی.

خو پاکستان تل له افغانستا ن سره د ښو او نیکو اړیکو پرټینګیدو تاکېد کوي او په افغانستان کې له هرډول لاسوهنې څخه انکار کوي.

راپور: خان محمد سیند
​
XS
SM
MD
LG