سناتور جان مککین د جمعې په ورځ په ولسمشر بارک اوباما غږ وکړ چې په افغانستان کې باید پاتې شي او که چېرې له دې هېواد څخه د سرتېرو په ایستلو کې عجله وکړي، نو په دې کار سره به د هند او متحده ایالاتو اړیکو ته زیان ورسیږي.
د امریکا د اریزونا ایالت دغه سناتور دا خبره اسیا ته د ولسمشر بارک اوباما له روانېدو څخه څو شیبې وروسته وکړه.
سناتور جان مککین چې جمهوریت غوښتونکي ګوند یي د کانګرس د سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې ښې لاسته راوړنې درلودې، ولسمشر اوباما ته یي خبرداری ورکړ: تر هغې چې په افغانستان کې مثبت شرایط نه وي رامنځ ته شوې، باید خپل عسکر له دې هېواد څخه ونه باسي.
سناتور مککین زیاته کړه، که متحده ایالات له افغانستان څخه سرتېري وباسي په یقین سره چې عواقب به یي د امریکا لپاره ناوړه وي او ان د هند لپاره به یي پایلې تر ټولو بدې وي. په داسې یوه حالت کې به تروریستان د هند په شاوخوا کې امن ځایونه ولري.
جمهوریت غوښتونکي سناتورجان مککین د نړېوالې سولې انسټیټوټ کې د خبرو په مهال وویل، له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو د اغیز، د هند او متحده ایالاتو د اړیکو د خرابېدو په اړوند یو څو نورې خبرې مې هم په فکر کې را ګرځي او هغه دا چې په دې کار سره به هند دې نتیجې ته ورسیږي چې د امریکا متحده ایالات یو کمزوری قوت او بې اعتباره شریک یا ملګری دی.
فرانسپرس اژانس لیکي: کله چې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بارک اوباما، سناتور مککین ته ماتې ورکړه او د جمهوري ریاست په څوکۍ کیناست نو په افغانستان کې د طالبانو د ماتولو په مقصد یي د امریکایي عسکرو شمېر زیات کړ. خو ده په عین حال کې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره یوه نېټه وټاکله او ویي ویل، د ۲۰۱۱ کال په نیمایي کې به له افغانستان څخه د عسکرو ایستل پیل کړي.
د جمهور رییس بارک اوباما سلا کاروانو په وار وار په ټینګار سره ویلي چې دوي به افغانستان ته ژمن پاتې وي خو د عسکرو د ایستلو نېټه یي د دې لپاره ټاکلي چې په ولسمشر حامد کرزي باندې فشار واچوي چې د امنیتي مسولیتونو سپارلو ته ځان چمتو کړي.
سناتور جان مککین دا هم وویل، له افغانستان څخه مخکې له وخته د عسکرو ایستل به پاکستان ته دا امکان په لاس ورکړي چې له طالبانو سره همکاري زیاته کړي او هغوي خپلې حملې پراخې کړې.
سناتور مککین د هند د ستراتیژیک رقیب پاکستان د پوځ په اړه نورې سختي خبرې هم وکړې او زیاته یي کړه، د پاکستان پوځ او استخبارات په سېمه کې د خپل نفوذ د پراخیتا په مقصد د تروریستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي. ده وویل، متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱ مې راهیسي د پاکستان د پوځ د ستراتیژۍ د بدلون لپاره هیڅ هم نه دي کړي.
پاکستان چې کله مجبور شوی نو د هغو تروریستي ډلو پر ضدیي جګړه کړې چې د دې هېواد لپاره ګواښ و، خو د هغو ډلو پر ضد یي څه نه دي کړي چې افغانستان، هند او دغه راز د امریکا متحده ایالاتو ته یي ګواښونه متوجه کړي دي.
سناتور مککین وویل، هند باید له پاکستان سره د امریکا په همکارۍ پوه وي. ده زیاته کړه ، موږ یو وخت په پاکستان باندې مرستې بندې کړې او دې هېواد ته مو شا کړه خو وضعه هغه مهال د ښه کېدو پر ځای نوره هم خرابه شوه.