پر ليبيا د وسلو د بنديز سرغړوونکو ته د ۳ اروپايي هېوادونو خبرداری

د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د ليبيا حکومت ځيني ځواکونه.

جرمني، فرانسې او ايټالیا خبردرای ورکړ چې پر هغو هېوادونو به بندیزونه ولګوي چې پر لیبیا د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز له اعلانه سرغړونه کوي.

د دې درېیو هېوادونو مشرانو پرون (د جولای په ۱۸مه) په یوه ګډ بیان کې پرته له دې چې د یوه هېواد یا سازمان نوم واخلي، ویلي چې پر هغو اړخونو چې پر لیبیا د وسلو له بندیزونو سرغړونه کوي، د بندیزونو طرحه برابره کړې.

دا ګډه اعلامیه په بروکسل کې د فرانسې، جرمني او ايټالیا د مشرانو په کتنه کې برابره شوې ده.

په بیان کې په لیبیا کې له ټولو سیاسي اړخونو او د هغوی له نړیوالو ملاتړ کوونکو غوښتنه شوې چې په لیبیا کې پوځي فعالیت بند کړي او د وسلو د خپرېدو مخنيوی وکړي.

په لیبیا کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د معمر القذافي تر وژل کېدو وروسته، کورنۍ جګړه پيل شوه او لا هم روانه ده.

قطر، ایټالیا او ترکیه په لیبیا کې د هغه حکومت ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان په رسمیت پېژندلی دی.

د فرانسې حکومت په مکرر ډول پر ترکیه تور پورې کړی چې پر لیبیا د ملګرو ملتونو د وسلو بندیز یې مات کړی دی.

د نړۍ ځیني نور هېوادونه لکه مصر او روسیه په لیبیا کې د حکومت د وسله‌والو مخالفانو چې قوماندان حفتر یې مشر دی، ملاتړ کوي.