د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالنې جرمني ته لېږدول شوی

الکسي ناوالنې

د روسیې روغتیايي چارواکو بلاخره جرمني ته، د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالنې د لېږد اجازه ورکړه.

ناوالنې چې شک کېږي، مسموم شوی به وي، د سربیا په یوه روغتون کې په کوما حالت کې و.

د ناوالنې د کورنۍ غړو او ملاتړو هڅه کوله، چې دی د عاجلې درملنې لپاره جرمني ته ولېږي، خو د روسیې هغو ډاکټرانو د دې کار اجازه نه ورکوله، چې د ناوالنې په درملنه بوخت وو.

خو د سایبریا د اومسک روغتون یوه لوړ-رتبه چارواکي اناتولې کالیني-چینکو پرون ناوخته رسنیو ته وویل، ناوالنې اوس د دې وړ دی، چې بل ځای انتقال شي.

د ریا نووستي خبري اژانس به حواله، په پام کې ده، ناوالنې نن سهار په یوه الوتکه کې برلین ته ولېږدول شي.

د الکسي ناوالنې مېرمنې یولیا ناوالنایا، له ولسمشر ولادمیر پوتین غوښتنه کړې، چې خاوند ته یې د عاجلې روغتیايي څارنې لپاره جرمني ته د انتقال اجازه ورکړي.

د کرملین منتقد او د اداري فساد ضد کمپاینر ۴۴ کلن ناوالنې تېره پنج شنبه ناروغ او په امبولانس کې روغتون ته انتقال شو، چې وروسته کوما حالت ته لاړ.