عراق او سوریه کې له اسلامي دولت یا داعش ډلې کوم شیان پاتې شوي؟

عراقي عسکر په موصل کې د هغه موټر د څېړنې پرمهال چې د داعش ډلې لخوا د انتحاري حملې لپاره چمتو شوی و.

یوه عراقي عسکر له موصل څخه یوه توره لاسته راوړې ده، داعش له دغه تورو څخه د بندیانو د وژلو لپاره استفاده کول.

د عراق په فلوجه کې د داعش د وسلو فابریکه، داعش په دغه ځای کې وسلې تولیدولې او تر خپل کنټرول لاندې نورو سیمو ته یې استولې

د داعش لخوا جوړ شوی راکټ انداز چې د عراق په شمال کې د عراقي سرتېرو لخوا نیول شوی دی.

عراقي عسکر د یوې طیارې د انتقال پرمهال چې د داعش له شاتګ وروسته په موصل کې پاتې شوې ده.

د داعش بې پیلوټه طیاره چې دغه ډلې له دې ډول طیارو څخه پر ګډو ائتلافي ځواکونو په حملو کې استفاده کول.

د عراق فلوجه کې په یوه ښوونځي کې له داعش څخه پاتي شوي چاودېدنکي مواد.

یو عراقي سرتېری د عراق شمال کې پر یوه ډبره د داعش د رسم شوي بیرغ څخه د تېرېدو پرمهال.

د سوریې حمص ښار کې په یوه کور کې د داعش لخوا جوړ شوي چاودېدونکي مواد.

د سوریې حلب ښار کې د داعش وسله والو اداري دفتر.

د سوریې تاریخي پالمیرا ښار کې یوه لوحه چې پر هغه باندې د قران کریم ایاتونه لیکل شوي دي.

عراقي عسکر په موصل کې له هغه تونل سره ولاړ دي چې داعش وسله وال له هغه څخه د پټ مورچل په توګه استفاده کول.

موصل کې د داعش ښځینه زندان

هغه ولچکونه چې داعش ورڅخه په زندانونو کې استفاده کول.

د سوریې منبج ښار یوه زندان داخل کې د سترګو تړونکی.

د عراق فلوجه کې له داعش څخه په لاس راغلي وسلې.