د میلیونونو ډالرو عوایدو لرونکي پټ شرکت کې د ازبکستان د ولسمشر د کورنۍ ونډې

د ازادي راډیو ازبکي څانګې داسې اسناد هم ترلاسه کړي دي چې ښيي، الټیمو ګروپ د ګازو له دولتي شرکت ازټرانسګاز څخه څه باندې ۶۶ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي او دې کمپنۍ له ترکمنستانه شاوخوا یو مېلیارده متره مکعب ګاز وارد کړي دي.

د ازادي راډیو د ازبکي څانګې پلټنې ښيي چې د ازبکستان د ولسمشر له کورنۍ سره تړلې یوې ناڅرګندې کمپنۍ له ۱۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو څخه زیاتې پیسې د پټو قراردادونو له لارې ترلاسه کړې دي. په دې کې د هېواد د سمینټو تر ټولو لوی شرکت ته په لوړه بیه د ګازو لېږد قرارداد هم شامل دی.

هغه قراردادونه چې د الټیمو ګروپ په نوم شرکت ترلاسه کړي، د دې ښکاروندی دي چې څنګه د ولسمشر شوکت میرضیاییف د خپلوانو په ګډون د ازبکستان د سیاستوالانو ملګري، چې منتقدان یې د خپلوي پالنې نظام بولي، څخه ګټه اخلي.

د ازادي راډیو د ازبکستان څانګې پلټنې ښيي چې میرضیاییف د زوم ملګري له الټیمو ګروپ – چې تر ډېره ګمنام شرکت دی، سره تړلي دي.

هغه شرکت پر دې سربېره په قېزلقم سمینټ نومي کمپنۍ، چې هغه مهال یې ملکیت له دولت سره وو، د ګرانبیه طبیعي ګازو د پلورلو لپاره د لږ تر لږه ۳۶ میلیونه ډالرو دولتي قرارداد ترلاسه کړی چې هېڅ کاروباري سابقه یا رېکارډ نه لري.

د ازادي راډیو ازبکي څانګې داسې اسناد هم ترلاسه کړي دي چې ښيي چې الټیمو ګروپ د ګازو له دولتي شرکت ازټرانسګاز څخه څه باندې ۶۶ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي او هغې کمپنۍ له ترکمنستانه شاوخوا یو میلیارده مکعب متره ګاز ګیس وارد کړی دی.

پلټنې ښيي چې الټیمو ګروپ د شرکتونو له یوې پټې او پېچلې شبکې سره تړلی چې د میرضیاییف د زوم عطا بېګ عمروف ملګري یې چلوي.

د عکس منځ کې شوکت میرضیاییف او ښي او چپ لور ته یې د کورنۍ غړي دي.

عمروف خپله د لوبو او سپورټي چارو ادارې له چارواکو څخه دی او دا راز د ولسمشر د امنیتي چارو مرستیال دی.

عمروف د میرضیاییف د لور شهنازې مېړه دی.

په هغه شبکه کې یو مرکزي شخصیت عزیز جان کاملوف دی چې د عمروف یو باوري کس دی.

کاملوف د ازبکستان د جودو فیدراسیون مشر او د هېواد د اولمپېک کمېټې د مرستیال په توګه هم کار ترسره کوي.

عمروف ته په ازبکستان کې د سیاسي او اقتصادي اشرافیې ترمینځ د یو مهم او ځواکمن کس په توګه کتل کېږي.

د عکس ښي لور ته کاملوف او چپ لور ته عمروف دی.

د الټیمو ګروپ ناڅاپه څرګندېدو او لویو شتمنیو لرلو باجود هغه یوه ګمنامه کمپني ده چې فعاله ویبپاڼه یا په عام محضر کې وجود نه لري او یو داسې متقاعد کس یې شریک مالک دی چې هېڅ کاروباري تجربه نه لري.

د ازادي راډیو ازبیکي څانګې له عمروف، الټیمو ګروپ او د ازبیکستان له ګڼو حکومتي ادارو څخه په دې اړه پوښتنې وکړې، خو هغوی د دې رپورټ تر خپرېدو پورې ځواب ور نه کړ.

د میرضیاییف دفتر هم لا ځواب نه دی ویلی.

  • د ګاز پټ تړون

الټیمو ګروپ د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړ شوی شرکت دی چې رسماً د استوګنې په یو اپارتمان کې ثبت دی.

د دې شرکت له بنسټګرو ونډو لرونکو څخه یې یو دلیار قیوموف دی چې د ولسمشر ملاتړیو بهرمېشتو ازبیکانو د یوې ډلې غړی پاتې شوی او بل کس تحفت انورخوجاییف نومېږي چې پلار یې د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو په اداره کې کار کړی دی.

د الټیمو ګروپ تر جوړېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته دې شرکت له قېزلقم سېمېنټ سره دولتي قرارداد وکړ، خو خبریالانو د هغه قرارداد د مزایدې هېڅ رېکارډ پیدا نه کړای شو. د سېمېنټو د شرکت ۸۶ فیصده برخه هغه مهال د حکومت ملکیت و.

د ازادي راډیو ازبکۍ څانګې د قرارداد تحلیل وکړ او ترې ښکاري چې د لږ تر لږه د ۳۶ میلیونه ډالرو ګاز یې لېږدولی او قېزلقم، چې اوس یو شخصي شرکت دی، ښايي له هغه نرخه چې له حکومته یې ورباندې ګاز پېرلی شو، شاوخوا ۵۰ فیصده زیاتې پیسې ورکړې دي.

دا لا روښانه نه ده چې قزلقم ولې له یو منځګړي څخه په ګرانه بیه ګاز اخیستی دی، حال دا چې په ۲۰۱۹م کال کې یو حکومتي فرمان یوازې ازټرانسګاز ته مستقیماً ټولو مهمو صارفینو او شرکتونو ته د ګیس ورکولو واک ورکړی و.

بانکي اسناد ښيي چې د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې ازټرانسګاز اته ځلې د بانکي حساب له لارې ټول څه باندې ۶۶ میلیونه ډالر الټیمو ګروپ ته انتقال کړل.

دا هر څه د کمېشنونو د یوې داسې موافقې له مخې شوي چې له ولسه پټ ساتل شوي دي.

د ازادي راډیو د ازبکي څانګې تحلیل ښيي چې الټیمو ګروپ له ګاونډي هېواد ترکمنستانه د څه باندې ۹۵۵ میلیونه متره مکعب ګازو واردولو په ګډون د طبیعي ګاز په شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لرونکي کاروبار کې هم دخیل وو.

قېزلقم سمینټ، ازټرانسګاز او الټیمو ګروپ د دې رپورټ تر بشپړېدو پورې د ازادي راډیو د ازبيکي څانګې لیکلې پوښتنې نه وې ځواب کړې.

  • الیټمو ګروپ څه شو؟

داسې هېڅ شواهد نه شته چې الټیمو ګروپ، چې په ابتدا کې یې خورا ګټه ور دولتي قراردادونه ترلاسه کړل، دې په تېر یو نیم کال کې د ګاز په بازار کې کوم کاروبار کړی وي.

قیوموف، چې د هغه شرکت له بنسټګرو ونډوالو یو دی، د کمپنۍ ۵۰ فیصده برخه د خپلې ۶۷ کلنې مور په نوم کړې ده چې هېڅ کاروباري سابقه نه لري.

قیوموف هم پر انسټاګرام د ازادي راډیو د ازبکي څانګې وراستول شوې پوښتنې ځواب نه کړې.

د شرکت دوهم بنسټګر او ونډوال انورخوجاییف، چې له کاملوف سره یې ګډ عکس اخیستی، خپله ۵۰ سلنه ونډه په الټیمو ګروپ کې ساتلې ده.

هغه هم د ازادي راډیو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډه ډه وکړه، خو و یې ویل چې الټیمو ګروپ د استول شویو لیکلو پوښتنو ځواب به ورکړي.

د الټیمو ګروپ ویبپاڼه درې کاله مخکې د شرکت له بنسټ ایښودو راهیسې لا هم د جوړېدو په حال کې ده.