تهران کې د امریکا سفارت د اشغال ۴۰مه کالیزه

د ۱۹۷۹ کال د نومبر په څلورمه له ۳۰۰۰ ډېرو کسانو ایران کې د امریکا پر سفارت هجوم وروړ.

د ایران ځوانانو غصه وروسته له هغه راوپارېده چې امریکا د ایران پرځول شوي پاچا ته په نیویارک کې د درملنې اسانتیا برابره کړه. رضا شاه په سرطان اخته شوی و. اعتراض کوونکو غوښتل چې پاچا بېرته ایران ته وسپارل شي چې مجازات شي.

اعتراض کوونکو د امریکا بیرغ ته اور واچاوه.

واشنګټن کې د ایران ضد اعتراضونه

د امریکا سفارت ځیني کارکوونکي چې د اعتراض کوونکو له‌خوا برمته شوي وو.

د ۱۰۷۹ کال د نومبر ۱۰مه په تهران کې د امریکا سفارت کې د محصلینو له ډلې یوه ساتونکې د ګرمې په حال کې ده.

درې برمته شوي کسان د ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۱۹مه ازاد شول.

۳۰ نور امریکایان د ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۲۱مه ازاد شول.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هڅه کوله چې د برمته شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۲۷مه په تهران کې د امریکا سفارت بهر د یتیمو نجونو لاریون. هغوی ایران ته د رضا شاه د سپارلو غوښتنه کوله.

له برمته شویو کسانو سره د امریکايي وګړو خواخوږي

د امریکا سفارت یو شمېر کارکوونکي چې برمته شوي وو.

د امریکا پخواني جمهور رئیس جیمي کارتر په ایران کې د برمته نیونې پای ته رسولو لپاره د ځواکونو استولو حکم وکړ.

ایراني سرتېري د یوې امریکايۍ رالوېدلې الوتکې د ارزونې په حال کې دي.

بالاخره له اوږدو مذاکراتو وروسته د ۱۹۸۱ کال د جنورۍ په ۲۰مه برمته نیونه پای ته ورسېده.