په اوکراین کې روسي پلوو بیلتون غوښتونکو یو کلی ونیو
Your browser doesn’t support HTML5
د اوکراين صدراعظم ارسيني ياڅينوک د اوکراين لپاره د روسيې د سولې وړانديزونه رد کړل، ويې ويل چې دا په ويلز کې د ناټو د سرمشريزې په درشل کې د لوېديځ د تېرايستلو او پر مسکو د نويو بنديزونو د مخنيوي لپاره هڅه ده.
ياڅينوک پرون همداراز وويل چې اوکراين له روسيې سره خپله پوله ټينګوي او غواړي چې د ناټو د ځانګړي شريک حيثيت ترلاسه کړي.
د اپريل له مياشتې څخه روسيې پلوه بېلتون غوښتونکي د اوکراين په ختيځ کې د حکومتي ځواکونو پرضد جنګېږي.
د اوکراين حکومت او لوېديځوال پر مسکو تور پوري کوي چې د ياغيانو د ملاتړ لپاره يې هغوي ته پوځيان او وسلې لېږلي دي خو مسکو دا تورونه ردوي.