د ماریوپل په ښار کې د سولې لپاره مظاهره

Your browser doesn’t support HTML5

په داسې حال کې چې اوکراییني ځواکونه د ماریوپل ښار په ۲۰ کیلومترۍ کې له روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره په جګړې بوخت دي؛ شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د دغه ښار په مرکزي میدان کې راټول شوي او سوله غواړي. مظاهره کوونکي اوکراییني ترانې "ویاړ په اوکراین او ویاړ په اتلانو" وايي.