یوه روسۍ جټ الوتکه د سوریې - ترکیې پر پوله ویشتل شوې

Your browser doesn’t support HTML5

د ترکیې جټ الوتکو نن یوه الوتکه وویشته چې د سوریې له پولې سره نږدې، له اجازې پرته د دوي هوايي حریم ته ور اوښتې وه. د ترکیې پوځي چارواکي وايي چې د دوي "اف-۱۶" جنګي الوتکو دې جیټ الوتکې ته خبرداری ورکړی وو چې د ترکیې پر فضايې قلمرو یې تیری کړی او ښايي وویشتل شي.