د کندهار سرپوښ بازار چې د افغانستان د تاریخي بازارونو په لړ کې ځانګړی ځای لري، د یاد ولایت د لاسي صنعت په ځانګړي ډول د کندهاري کلتور د جامو او نورو توکو د پلور یو مهم مرکز دی.
دا بازار څه باندې دوه نیمې پېړۍ وړاندې د سردار کهندل خان په امر جوړ شوی، خو اوس یې ځینې برخې تخریب شوي او د بیارغونې اړتیا لري.
سرپوښ بازار د خپلې تاریخي ودانۍ او جوړښت له مخې یو ځانګړی ځای لري.
د کندهار ښار په منځ کې د دې بازار ودانۍ د کندهارۍ پخوانۍ دودیز معمارۍ ښکارندویي کوي، چې په خښتو، ګچو او لرګیو جوړ شوي دوکانونه یې د وخت د ښکلا او هنري مهارت نښه ده.
د بازار نوم هم د هغه د ځانګړې بڼې له سرپوښ څخه اخیستل شوی، چې د دوکانونو پر سر خاورین او لرګي پوښونه لري او د ننوتلو څلور دروازې لري.
سرپوښ بازار نه یوازې د کلتوري او تاریخي ارزښت له مخې مهم دی، بلکې اقتصادي اهمیت هم لري.
دلته د لاسي صنعت تولیدات د بازار د ډېری دوکاندارانو د کاروبار او ژوند یوه مهمه برخه جوړوي.
په ځانګړي ډول هغه کسان چې د صدریو ګنډلو، خامکی غاړو جوړولو او پټووانو اوبدلو په برخه کې مهارت لري، خپل محصولات په دې بازار کې خرڅوي.
حاجي فضلي احمد، چې د تېرو ۵۵ کلونو راهیسې په یاد بازار کې خولۍ او لونګۍ پلوري، وايي: “۵۵ کاله کېږي چې زه دلته دوکان لرم. په دې بازار کې د اغوستلو خامکی غاړې او پټووان، صدرۍ، بوټونه، خولۍ، لونګۍ او نور بېلابېل شیان خرڅېږي.”
سره له دې چې د ځینو پخوانیو دوکانونو او توکو بازار کمزوری شوی، خو سرپوښه بازار خپل ځانګړی ځای ساتلی دی.
د دې بازار څخه نه یوازې د کندهار او شاوخوا ولایتونو خلک ګټه اخلي، بلکې هغه سیلانیان چې د کندهار تاریخي او کلتوري سیمو لیدلو ته لیوالتیا لري، هم دې ځای ته ورځي او د اړتیا وړ توکي اخلي.
سید نبي او خان، د بازار دوه پلورونکي، وايي:“دلته د ټول افغانستان خلک راځي، بهرنیان هم راځي او خپل د خوښې شیان اخلي.”
“اوس خولۍ او لونګۍ ډېر مینوال لري. په اخترونو کې ډېر خلک راځي او د خپلې خوښې شیان اخلي، ځکه موږ د اختر او نورو خوشالیو لپاره هر څه لرو.”
د سرپوښ بازار نننی حالت
په دې وروستیو کلونو کې د سرپوښه بازار د ځینو برخو ودانۍ زړې شوي دي، او د بازار د ساتنې لپاره کافي هڅې نه دي شوي.
لیکوال او تاریخ پوه استاد حیات الله رفیقي وایي،که د دې بازار تخریب شوي ځایونه بیرته ورغول شي او د پاته ودانیو ساتنه وشي او هم د لاسي صنعتونو پراختیا ته زمینه برابره شي ،نو سرپوښه بازار به د کندهار د کلتوري او اقتصادي ودې لپاره لا زیات رول ولوبوي.
ښاغلی رفیقي زیاتوي: “سرپوښه بازار پخوا د چهارسو په نوم یادېده. دلته پخوا د هندوانو کورونه وو، خو اوس چې زه ګورم د بازار لوړ ځایونه تخریب شوي دي. دولت او ښاروالۍ باید پاملرنه وکړي، دا زموږ تاریخي ځایونه دي او باید له منځه ولاړ نه شي.”
د موی مبارک جامع او سرپوښه بازار تړاو
د سرپوښ بازار په یوه خوا کې د موی مبارک جامع موقیعت لري.
د تاریخي روایتونو له مخې، احمدشاه بابا له بخارا څخه د خرقې شریفې راوړلو وروسته له هندوستان څخه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ږېرې مبارکې وېښته هم راوړل.
دغه وېښته د کندهار په زړه جامع کې په درنښت کېښودل شو.
وروسته سردار کهندل خان دغه وېښته هغې جامع ته انتقال کړل چې په خپله نیم جریب شخصي ځمکه یې جوړه کړې وه.
د دې جامع د تدریس او امامت د چارو د ښه ترسره کولو لپاره، سردار کهندل خان د جامع شاوخوا دوه سوه دوکانونه یا سرپوښ بازار وقف کړل، څو د عایداتو له لارې د جامع اړوند چارو ملاتړ چمتو شي.
وروسته دغه جامع د موی مبارک جامع په نوم مشهوره شوه.