کندهار کې له یوه روزنیز مرکزه ۸۰۰ سرتېري فارغ شول

Your browser doesn’t support HTML5

کندهار کې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندانۍ له روزنیز مرکز څخه ۸۰۰ سرتېري د دوو میاشتو پوځي زده‎کړو څخه وروسته فارغ شول. د شنبې په ورځ ناوخته په ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ کې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندان تورن جنرال داود شاه وفادار په خپلو خبرو کې د وسله‎والو پر ضد د افغان سرتېرو اوسنی مسؤلیت ډېر مهم وباله.