د اوکراین پر استوګنو سیمو د روسیې د بریدونو له کبله د ویجاړیو صحنې

د اوکراین په غربي خملینسکي ښار کې د بېړنیو حالاتو کارکوونکي هغې سیمې ته رسېدلي چې د مارچ په ۲۱مه د روسیې د اردو له لوري ویجاړه شوې ده.
سیمه ییز چارواکي وايي، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

 پر خملینسکي په برید سره هممهاله د اوکراین د انرژۍ په تاسیساتو هم بریدونه شوي دي.
 

 د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، په دې بریدونو کې له ۱۵۰ بې پیلوټه الوتکو او راکټونو کار اخیستل شوی دی. 
هغه یوځل بیا له غربي متحدینو وغوښتل څو د اوکراین اردو ته د وسلو او اړینو مهماتو ورکول چټک کړي.
 

په دې  تصویر کې لیدل کېږي چې یو کس د روسیې له لوري له یوې ویجاړې شوې سیمې تېرېږي.

 

 د بېړنیو حالاتو کارکوونکي له ویجاړیو د بندو کسانو د ژغورنې هڅې کوي.
 

 د روسیې راکټي بریدونو د استوګنو سیمو ودانیو ته د پام وړ زیانونه اړولي دي.
په دې تصویر کې لیدل کېږي د یوه کور کړکۍ او دروازې ماتې شوې دي.
 

سیمه‌ییزو چارواکو راپور ورکړی چې د اوکراین په خملینسکي په غیرنظامي سیمې د هوايي برید له کبله یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. د ازادي راډیو/ازادې اروپا خبریال په سیمه کې حضور درلود او له بریدونو وروسته یې تصویرونه اخیستي دي.