د اوکراين پر پوله د روسي پوځيانو تمرينونه

Your browser doesn’t support HTML5

د روسيې پوځي ځواکونو د اوکراين پر پوله د شپې په مخه خپل پوځي تمرينونه وکړل. د روسيې د دفاع وزارت وايي په دغو تمرينونو کې يې 85 زره پوځيانو برخه اخيستې وه. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د اوکراين له صدراعظم ارسني ياڅينيوک سره په سپينه ماڼۍ کې وويل امريکا به د اوکراين د ځمکنۍ بشپړتيا لپاره د دې هېوادتر څنګ ودرېږي.