په انځورونو کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو تاریخ

په مونشن کې د ازادي راډیو له لومړنۍ سټوډیو لومړۍ خپرونې، هغه ځای چې ازادي راډیو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۱ کال کې خپلې خپرونې پيل کړې.

ازادي راډیو له ۱۹۵۳ تر ۱۹۵۶ د خبري راپورونو درلودونکي بالونونو په الوزولو سره د جرمني په لوېدیځ کې د اوسپنیزو دېوالونو له شا، اطلاع‌رسونه کوله.

والیریان اوبلنکسي د ازادي راډیو یو خبریال په ۱۹۵۰ کال کې.

د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن او د بشر حقونو اتله الینور روزولت په ۱۹۵۰ کال کې له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال.

د ازادي راډیو په لومړنیو ورځو کې، په ۱۹۵۶ کال کې د هنګري انقلاب د ازادي راډیو خبریالانو لپاره ننګونه رامنځته کړه.

د امریکا پخوانی ولسمشر دویت ډي. ازنهاور د ازادي راډیو له مشر سي. رودني سمېت سره د هغې نقشې په مخکې د خبرو پر مهال چې تر پوښښ لاندې یې لري.

جرمني -- د چکسلواکیا څانګې خبریاله روزینا جادرنا په ۱۹۶۰ کال کې د موسیقۍ د یوې خپرونې د چمتو کولو پر مهال.

امریکایی خبریال والتر کراونکت په ۱۹۶۰ کال کې د ازادي راډیو په اړه د یوه فلم د متن د لوستلو پر مهال.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کېسنګر په ۱۹۶۲ کال له ازادي راډيو سره د مرکې پر مهال.

په ۱۹۶۸ کال کې د سره پوځ له لوري د چکسلواکیا د اشغال پر مهال، ازادي راډیو د کره معلوماتو باوري سرچینه وه.

په مونشن کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو پر مرکز د ۱۹۸۱ کال فبروري میاشت کې له ترورېستي بمي حملې وروسته پاتې شوني.

په ۱۹۸۰ کال کې په مونشن مرکز کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو کنټرول خونه.

خبریاله مریم احمدي د ۲۰۰۲ کال ډسمبر میاشت کې د فردا راډیو د لومړنیو نشراتو د لومړي خبر د لوستلو پر مهال. فردا راډیو د ایران لپاره د ازادي راډیو ایران څانګه ده.

د چکسلواکیا پخوانی ولسمشر واسلاو هاول په ۲۰۰۵ کال کې د پراګ مرکزي دفتر کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ۱۰مې کالیزې غونډې ته د وینا پر مهال.

د ازادي راډیو د قرغزستان څانګې یوه خبریاله له قرغز کلیوالو ښځو سره د مرکې پر مهال.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو بلاروس څانګې یو خبریال ماکسیم کپران، د یو لاریون د پوښښ پر مهال چې پولیس هڅه کوي د لاریونوالو اعتراض غلی کړي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګه په هلمند کې له یوه کورني بې‌ځایه شوي سره د مرکې پر مهال.

د ۲۰۰۸ کال اګسټ کې د روسیې-ګرجستان د جګړې پر مهال، د ازادې اروپا/ ازادي راډیو پوښښ په پراخه پيمانه وګواښل شو.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ارمنستان څانګې خبریاله روزانا ستیپانین د هغې سیمې د خبري پوښښ پر مهال چې پولیسو له لاریونوالو سره د مقابلې لپاره کتار جوړ کړی دی.

یوه نامتو روسۍ خبریاله انا پولتکوفسکایا په ۲۰۰۶ کال کې له وژل کېدو مخکې د ازادي راډیو له روسي څانګې سره د مرکې پر مهال.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې د وخت مشر اکبر ایازی د ۲۰۰۹ کال اګسټ کې د افغانستان ولسمشرۍ نوماندانو ترمنځ د لومړنۍ مناظرې د پر مخ وړلو پر مهال.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هېلري کلنټن د ۲۰۰۹ کال په اپرېل کې په پراګ کې د ازادي راډیو د نوي مرکزي دفتر د لیدو پر مهال.
 

په اذربایجان کې یوه کوچنۍ نجلۍ د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له خبریال سره د خبرو پر مهال.

د ازادي راډیو یوه کارکوونکې د هغو لیکونو د راټولولو پر مهال چې د افغان اورېدونکو له‌خوا د ازادي راډیو دفتر ته استول شوي دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ۲۰۱۰ کال په اکټوبر کې په افغانستان کې د راډیو د وېش پروسه پيل کړه.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د اوکراین څانګې خبریال لیوکو ستک د اوکراین له جګړه‌ییزو سیمو د راپور ورکولو پر مهال.