د رویټرز د وژل شوي عکاس صدیقي ۱۱کلن کاري مزل

نیویارک کې په ۲۰۱۸میلادي کال کې د پولیټرز جایزې د ورکړې پرمهال د دانش صدیقي عکس. صدیقي د افغانستان- پاکستان ترمنځ ګډې پولې ته نږدې پرون جمعه (د چنګاښ په ۲۵مه) ووژل شو.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، صدیقي د جمعې ورځې په لومړیو کې په مټ ټپي شو، وروسته هغه خپل ټپ تړلی و او کله چې په سپین بولدک کې له یوه دوکاندار سره خبرې کولې د طالبانو په بیا ځلې برید کې د افغانستان د اردو له یو چارواکي سره ګډ ووژل شو.

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری د هغه پولیس د ژغورلو په هڅه کې چې د کندهار په یوې تالاشي کې محاصره دی، سرتیری پر طالبانو ډزې کوي.

یو هټیوال د پيرودونکو په تمه، نوموړی د کابل د یوه واټ پر غاړه چرګان او مرغاوۍ پلوري، د جولای ۴مه
 

په نوي ډهلي کې خلک د خپلو هغو خپلوانو د سوځولو په حال کې چې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
د اپرېل ۲۳مه

یو هندو مذهبی د هند په هارېدوار ښار کې د کمبې مېلې په جشن کې. د اپرېل۱۱مه
 

یوه سړي په هغه لاریونونو کې چې د ښاروندۍ نوي قانون لپاره ترسره شوي وو، توپانچه په لاس کې نیولې ده. ۲۰۲۰ د جنوري ۳۰مه

په هانګ کانګ کې د دیموکراسي د تخریب پر وړاندې لاریون. ۲۰۱۹ د ډسمبر ۸مه
 

هندو وګړي د خپل هېواد ججوري سیمه کې د هغه جشن ګډون والي چې ګډون کوونکي یې پر یوه بل کورکمن پاشي.۲۰۱۹ د فبروري ۴مه
 

د شمالي کوریا یوه ښځینه سرتیري د پیونګ یانګ ژوبڼ د لېدلو پر مهال ایسکریم خورئ. ۲۰۱۸ د سېپټمبر ۱۲مه

د شمالي کوریا د پخوانیو او اوسنیو رهبرانو تصویرونه ددې هېواد په پلازمینه پیونګ یانګ کې په ځمکتلي کې نصب دي. ۲۰۱۸ د سپټمبر 
 

روهینګیایي کډوال چې له برما یا میانمار څخه پر کښتۍ تښتېدلی او په بنګله دېش کې د یوه ساحل پر غاړه ناست دی.د سېپټمبر ۱۱مه ۲۰۱۷
 

د عراق یو فدرالي پولیس د موصل په لویدېځ کې له داعش جنګیالیو سر د نښتو پرمهال د لاسي بم د اچولو په حال کې. د اپرېل۲۹مه ۲۰۱۷
 

یو هندي روحاني د هند په دیرپایایګ سیمه کې د ګنګارود پر غاړه یوه غار کې د دعا په حال کې لیدل کیږي. د مارچ ۲۸مه، ۲۰۱۷
 

کارترین دوشس کمبریج د انګلستان د شاهزاده ویلیام دوک کمبریج مېرمن د ممبي ښار کې له ماشومانو سره د کرکټ لوبه کوي، ۲۰۱۶ د اپرېل ۱۰مه
 

د هند د ممبي ښار په یوه سینما کې یو سړی د هندي فلم 'دل والې دولهنیا لې جاینګې' لېدلو په حال کې.
۲۰۱۴ د ډسمبر په ۱۱مه
 

یو شیعه مذهبه مسلمان د هند په ممبي ښار کې د مذهبي مراسمو په لړ کې د خپل ماشوم سر په چاقو وینې کوي. ۲۰۱۴ د نومبر ۳مه

په هند کې د سیمه ییزې موسیقۍ یوه ډله د ممبي ښار په یوه واده کې د موسیقۍ غږولو په حال کې لیدل کیږي. ۲۰۱۴ د مې ۱۱مه

۱۹ کلن غېږنیونکی دپک ماني  د هند په ممبيي ښار کې د غیږ نیولو په مرکز کې لیدل کیږي.
۲۰۱۴ د مارچ ۲۴مه

د هند د ممبيي په یوه صنعتي سیمه کې د سنګ اهک د پوډرو کارخونه کې کارکونکي د کار کولو په حال کې
۲۰۱۴ د ماذچ ۱۱مه

امریکایي ځواکونو د افغانستان په خروار ولسوالۍ کې د یوې تپې پرسر ګزمه کوي. ۲۰۱۲ د مې ۱۹مه