پېښور: طالبانو په یوه ښوونځي کې سلګونه کسان یرغمل کړي دي

Your browser doesn’t support HTML5

وسله والو د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د پاکستاني پوځ تر انتظام لاندې پر يوه ښوونځي بريد کړى چې په ترڅ کې يې د زده کوونکيو په ګډون ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د پېښور ښار د امنيتي او دولتي چارواکيو په وينا؛ په درنو وسلو سمبالو ترهګرو د سه شنبې په ورځ سهار د پېښور ښار ورسک سړک په بهار کالونۍ کې د پاکستاني پوځ تر انتظام لاندې پر يوه ښوونځي بريد کړى چې د لومړنيو راپورونو له مخې پکې د چارواکيو په وينا؛ تر دې دمه لږ تر لږه ٢٣ کسان وژل شوي او ٤٥ نور ټپيان دي.