د طالبانو پر پخوانی مشر د برید پاتې شوني
۱. د ملا منصور د کمیس او نیمه سوځېدلو ایراني او پاکستاني پيسو پاتې شوني.
۲. د طالبانو د مشر لاسي بکس، د کیمیاوي توکو یا نامعلومو درملو ګڼ شمېر بوتلونه ښيي. د ځینو رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، دی د درملنې لپاره ایران ته تللی و.
۳. د منصور پاکستاني پاسپورټ چې هغه یې له ځان سره لېږداوه او ایران ته یې د سفر لپاره ورڅخه کار اخیسته.
۴. منصور له ځان سره یو پاکستاني پاسپورټ لېږداوه او له ایران څخه د راستنېدو پر مهال په نښه شو. دا په داسې حال کې ده چې ایران دغه هېواد ته د منصور سفر رد کړ.
۵. د هغه راکټ پاتې شوني چې د طالبان د مشر لېږدوونکی موټر یې په نښه کړ.
۶. د هغه راکټ بله برخه چې د منصور موټر ورباندې په نښه شو.
۷. د هغه راکټ نورې برخې چې د ملا منصور لېږدوونکې ټکسي یې چې په کې به یې سفر کاوه په نښه کړ.
۸. د دغه برید د یو تن وژل شوي مړی.
۹. د هغه راکټ له امله چې پر ځمکه راغورځېدلی کېندل شوی ځای.
۱۰. د هغه موټر نمبر پلېټ چې د راپورونو پر بنسټ د ایران له پولې څخه د بلوچستان مرکز، کوېټې ته د سفر لپاره کرایه شوی و.