د پراګ په چارلز پوهنتون کې د پېښې قربانیانو ته د درناوي مراسم

د پراګ اوسېدونکو د چارلز پوهنتون په اصلي ودانۍ کې په راغونډېدو سره د پنجشبې د ‌‌پېښې قربانیانو ته د درناوي مراسم ترسره کړل.

د چارلز پوهنتون کارکوونکو د پېښې قربانیانو ته د درناوي مراسمو کې په ګډون سره خواخوږي څرګنده کړه.
 

د چارلز پوهنتون د اصلي ودانۍ بهر د پېښې قربانیانو په یاد سلګونه شمع بلې شوې.

د چارلز پوهنتون له اصلي ودانۍ بهر د پېښې قربانیانو ته د خواخوږۍ او درناوۍ مراسم.

د چارلز پوهنتون له اصلي ودانۍ بهر د پېښې قربانیانو په یاد د یوه سره ګل شاته سلګونه شمعې بلې شوې.

د چارلز پوهنتون له اصلي  ودانۍ بهر یوه مېرمن د پېښې قربانیانو ته د درناوۍ او خواخوږۍ مراسم پرځای کوي.

 یو کس د چارلز پوهنتون بهر د پېښې قربانیانو سره د خواخوږۍ او درناوۍ مراسم پرځای کړل.

د چارلز پوهنتون له اصلي ودانۍ بهر د پېښې قربانیانو په یاد سلګونه شمعې بلې شوې دي.