ماتم کوونکو په روسیه کې د کانسرت پر مهال د مرګونې حملې قربانیانو ته درناوي مراسم پرځای کړل

خلک د روسیې د کراسنوګورسک ښار په کراکاس کې د کنسرت سالون ته نږدې یوبل ته تسلیت ورکوي.
دغه هغه ځای دی چې د مارچ په ۲۲مه د تروریستي پېښې له کبله د ماشومانو په ګډون په کې ۱۳۷ کسان ووژل شول.
دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوې چې ولادیمیر پوتین د پنځم ځل لپاره د روسیې ولسمشر وټاکل شو.

روسي چارواکو ویلي، په کراسنوګورسک کې د کنسرت پر مهال د مارچ په ۲۲مه د حملې په تړاو ۱۱ کسان نیول شوي دي.
دغه کسان چې څلور یې د تاجکستان وګړي دي، پرې شک دی چې په دغه حمله کې به لاس لري.

 یو کارتوني او یو انځور د پېښې په ځای کې ایښودل شوی دی.
 

 د مارچ په ۲۲مه په یوه لنډه خپره شوې اعلامیه کې داعش د دې حملې مسوولیت منلی دی.
دې ډلې یوه ورځ وروسته تصویرونه خپاره کړل چې څلور تنه په کې ښودل کېږي چې ماسک یې اغوستی او په دې حمله کې رول لري.
 

 په دې سربېره چې په دې پېښه کې یو زیات شمېر کسان وژل شوي، ۱۸۰ نور په کې ټپیان هم دي.
 

 له ۲۰۰۴ کال راوروسته تر دې دمه د کراکاس پر سالون حمله تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.
د ۲۰۰۴ کال په پېښه کې د بیسلان ښوونځي ۳۳۳ زده کوونکي وژل شوي وو.

په دې  تصویر کې لیدل کېږي چې د شمعو په واسطه لیکل شوي چې: "مونږ د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۲۲مې ماتم کوونکي یوو."
دغه شمعې د کنسرت له سالون بهر د ماتم په ورځ ایښودل شوي دي.

خلک د روسیې د کراسنوګورسک ښار په کراکاس کې د کنسرت پر مهال د حملې قربانیانو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې په پار راټول شوي دي. په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون۱۳۷ کسان ووژل شول.