سل کاله مخکې ژوند په تصویرونو کې
ډونالډ تامپس(چپ)د لیسلي اونیزې عکاس دی او د امریکا د پوځ یو شخص چې د (کپتان کېنګ مور) معرفی شوی د روسیې په ختیځه یکاتینبورګ سیمه کې د عکس اخیستو پرمهال. ۱۹۱۹
د امریکا پخوانی ولسمشر ټئودور روزولټد ۱۹۱۹ میلادي کال د جنورۍ په اتمه د نیویارک په اوسټر خلیج کې خاورو ته وسپارل شو.
په برلین کې برانډنبورګ دروازه. د ۱۹۱۹ میلادي کال جنوري میاشت
د امریکا د پوځ ۶۹ فرقې عسکر چې له لومړۍ نړیوالې جګړې بېرته خپلو کورونو ته ګرځېدلي دي.
ژوزف اسټالین (چپ)، ولادیمیر لنین او میخائیل کالینین په مسکو کې د کمونیست ګوند په اتمه کنګره کې سره ولیدل. د ۱۹۱۹ میلادي کال مارچ میاشت
کومېډین او فلمي لوبغاړی چارلي چاپلین په کال ۱۹۱۹۱ میلادي کې د "سني سایډ" په نوم سینمايي فلم ولیکه او په کې خپله ولوبېده. دغه فلم اوس هم لیدونکي لري.
د واشنګټن ډي سي په ملي ژوبڼ کې د نږدې ۵۵ زره کسانو په ګډون د (ایسټر ایګ رول) کلنی جشن.
دغه تصویر په افغانستان کې د خلکو ژوند ترسیموي. د دې تصویر د داستان لیکونکی ورک شوی. د ۱۹۱۹ میلادي کال مې میاشت
د ۱۹۱۹ میلادي کال د جون په ۱۵ مه د ایرلنډ کلیفډن په باتلاق کې د بې سیم دستګان ته نږدې جان الکاک او ارټو ویټن براون یوه الوتکه د سقوط په توګه کېنیوي او دوی د لېږد رالېږد له مخکښانو له ډلې وو.
دغه لومړنی نادرېدلې اټلانټیایي الوتنه وه چې بشپړه شوه.
د ۱۹۱۹ میلادي کال د اوړي موسم د سیند پرغاړه. معلومه نه ده چې دغه عکس چېرته اخیستل شوی.
د امریکا د سره صلیب په یوه روغتون کې کې کډوال چې اوس په شمالي مقدونیه کې موقعیت لري.
د ټیفوس ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په هدف د کډوالو لامبل اجباري و. کال ۱۹۱۹ د جولای میاشت.
د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای په خاطر د سولې د رسمي تړون په هدف وارسا کې د متفقین مشران د لیدنې پرمهال. له ښي لوري چپ ته د انګلیس لومړی وزیر ډیویډ لویډ جورج، د ایټالیا لومړی وزیر ویټوریو اورلانډو، د فرانسې لومړی وزیر ژرژ كلمنسو او د امریکا ولسمشر ووډرو ویلسون په خپلو کې د خبرو پرمهال.
د ۱۹۱۹ میلادي کال اګسټ میاشت کې د امریکا د سره صلیب لوازم د صربستان پایروټ سیمې ته ورسېدل چې د لومړۍ نړیوالې جګې پرمهال ویجاړ شوی و.
لئون تروتسکي په مسکو کې د ۱۹۱۹ میلادي کال د سېپټیمبر مياشت کې د کمونیست ګوند په انګړ کې بمي برید کې قربانیانو ته د احترام پرمهال.
انارشیستان او نورو چپیان د ۱۲ کسانو د وژلو او ۵۵ نورو ټپي کېدو له امله مجرم وپېژندل شول.
هوايي کښتیو هره ورځ له برلین څخه فریدریشسهافن ښار ته الوتنې کولې. د ۱۹۱۹ میلادي کال د اکټوبر میاشت
د روسیې د کورنۍ جګړې پرمهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې د شوروي سرتېرو اعتراض.
د یونان په شمال کې د کاولا بازار کې پلورونکي د خپلو مشتریانو په انتظار کې.
د بالکان په ډیری سیمو کې د غذايي توکو کمښت په خاطر کچالو او نور سبزیجات ټوټې ټوتې کول او هغه یې پلورل. د ۱۹۱۹ میلادي کال نومبر میاشت
البرټ انشټین په ۱۹۱۹ میلاد کال کې چې څلوېښت کلن و، په برلین کې د مطالعې پرمهال. انشټین په ۱۹۲۱ کال کې د فزیک د نوبل جایزه واخیسته.
د امریکا سره صلیب دغه عکس چې لاندې کپشن هم لري، وايي چې د ۱۹۱۹ کال په نومبر کې په اصطلاح "کوچنۍ روسیې" اخیستل شوی دی او په دوام یې په لومړۍ نړیوالې جګړې کې د اوکرایني بزګرانو د سختو هڅو ستاینه کوي.
دا عکس د امریکا سره صلیب د یوه موټر ازمایښت ښيي چې د ۱۹۱۹ کال په نومبر کې د رېل لیکې تر بیاجوړونې وړاندې بخارست، رومانیا، ټول بلغارستان، بیروت او صربستان ته یې سفر درلود. هوا ډېره یخه وه او د موټر ماشین په سمه توګه کار نه کاوه. بزګرانو مرسته وکړه چې موټر پر لوړې وخیژي او موټر لاندې ولوېد.
جورج ایسټمن د ایسټمن کوداک بنسټ ايښودونکی (کیڼ) او د توماس اډیسن په ۱۹۱۹ کال کې له خپلو نوښتونو سره. اډیسن د فلم اخیستنې تجهیزات اختراع کړل او کوداک د فلم رول او د عکاسۍ کمرې صندوق اختراع کړ چې دواړو د متحرک تصویر له صنعت سره مرسته وکړه.
د کرسمس ونه چې ظاهرا د امریکا په یوه زندان کې ده.
د نیویارک د ۴۶ سرک او پنځمې کوڅې منظره چې د ۱۹۱۹ په ډسمبر کې اخیستل شوې ده.