لاریون کوونکو سره د طالبانو تاوتریخوالی: "ښځې د غلامۍ له ژونده مرګ غوره ګڼي"

یو شمېر افغانان وایي، هغه لاریون چې د اکتوبر په ۲۱مه نېټه ترسره شو، د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته د افغان مېرمنو د ازادۍ په اړه د دوی د ناهیلۍ ښکارندویي کوي.

د مېرمنو یوه ډله په کابل کې د اکتوبر په ۲۱مه نېټه شعارونه ورکوي.

د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه کې له اخیستل شويو عکسونه ښکاري چې یاد لاریون په تاوتریخوالي پای ته رسیدلی، ځکه چې طالبانو لاریون کوونکې ښځې درولي او په هغو خبریالانو یې برید کړی چې د دې لاریون خبري پوښښ یې کاوه.

یوه چې په لاس کې یوه یو شعار پآڼه نیولې او پرې لیکل شوي "زده کړې او کار د مسلمانو ښځو حقوق دي."

یوه ښځینه خبریاله چې نوم یې د امنیتي ستونزو له امله نه دی اخیستل شوی، ازادي راډیو ته وویل، د اکتوبر ۲۱مې نیټې لاریون د دې ښکارندویي کوي چې ښځو د ازادۍ حق له لاسه ورکولو وروسته نورې لاسته راوړنې هم د لاسه ورکوي. هغه وړاندې وایي: "ځینې کورنۍ نارینه اولاد نه لري یا یې پلار ډېر کمزوری دی یا ښځو خپل مېړونه په ځانمرګو بریدونه کې له لاسه ورکړي، ځینې ښځې د کورنیو مسوولیت پر غاړه لري."

د اکتوبر په ۲۱مه نېټه ښځې د شعار ورکولو په حال کې لیدل کیږي.

څه باندې یوه میاشت کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې په کور ناستې دي او له هغې ورځې چې طالبانو کابل ونیو، ډېری ښځې خپلو کارونو ته نه دي پرېښودل شوي.

یوه ښځه د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د لاریون په بهېر کې سلفي تصویر اخلي.

دې کابلۍ خبریالې ازادي راډیو ته وویل، که څه هم پوهیږي چې لاریون یو لوی خطر دی، خو ښځې بله لاره نه لري. هغوی نه شي کولی د خپلې کورنۍ تکلیف وویني، نو يوازینۍ لاره همدا ده چې که طالبان یې له منځه هم وړي باید لاس په کار شي. ځکه دلته ښځو هغه څه چې درلودل لکه کار، زده کړو ته لاسرسی او نور له لاسه ورکړي، څه نه دي پاتې هغوی غواړي نړۍ ته وښيي چې چوپ به پاتې نه شي.

د طالبانو یو غړی د لاریون په بهېر کې د بهرني خبریال کمره څاري.

کابل کې د ښځو له لاریونونو نږدې ۹۰ دقیقې وروسته، طالبانو پر خبریالانو برید وکړ.

په داسې حال کې چې د ښځو لاریون له تاوتریخوالي سره مخ شوی وو، یو طالب په ترکي تصویر اخیستونکي بولنټ کیلیچ برید وکړ.

د کابل یو بل اوسیدونکی د لاریون پرمهال هم په سیمه کې و، نوموړي ازادي راډیو ته وویل، کله چې طالبانو پر لاریون کوونکو حمله وکړه، له وهلو ډبولو سره یې ناوړه الفاظ هم وکارول.

هغه وایي: "د پلازمېنې وضعیت ډېر خواشینونکی دی، طالبان ان ماشومانو سره هم لارو کوڅو کې ناوړه چلند کوي."

د نوموړي په خبره، د اکتوبر په ۲۲مه نېټه، طالبانو درې ماشومان چې په خپلو موبایلونو کې د 'Battlergrounds' په لوبې بوخت وو، برید کړی او په وینا دوی یې په سپیړه وهلي، ټیلیفونونه یې ترې اخیستي او یاده لوبه یې د اسلام له نظره حرامه ګڼلې ده.

یوه طالب وسله وال پر هغه خبریال برید کړی چې د ښځو لاریون ته یې خبري پوښښ ورکاوه.

د دې لاریون کوونکو له ډلې زهره محمدي د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "ټولو افغانانو ښځو او نجونو ته مې دا پیغام دی چې له طالبانو مه ډاریږئ، ان که د کورنۍ غړو ته مو له کورونو د وتلو اجازه نه درکوي، مه ډاریږئ!، بهر ووځئ، قرباني ورکړئ، د خپلو حقونو لپاره وجنګیږئ."

د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه یو طالب وسله وال یوه لاریون کوونکې مېرمنه له مظاهرې منعې کوي.

د لاریون کوونکو له ډلې یوه مېرمنه چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "دا ځل ښځې مرګ ته لومړیتوب ورکوي، خو د غلامۍ ژوند نه کوي. زه ځوانه ښځه یم، نه غواړم د زاړه پلار مرګ یا مې د مور تکلیف ووینم، زه دریږم که طالبان مې وژني هم."