'په کمرې جهاد': د امریکایانو په لاس لوستو افغانانو څنګه د شوروي د بریدونو عکسونه اخیستي؟
د افغانستان په یوه دره کې د شورويانو د بمبار د لیدلو په حال کې یو افغان مجاهد جنګیالی.
د کمونېستانو په لاس په ۱۹۷۸ میلادي کال کې کودتا د شوروي د یرغل لامل شوه.
په افغانستان کې یو مجاهد د روزنې په حال کې.
په ۱۹۷۹ میلادي کال کې ملګرو ملتونو پر افغانستان د شوروي یرغل په پراخه کچه وغانده. د دغې حملې په وړاندې د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان (سيایاې) په ملاتړ د مجاهدینو دا مبارزه د دغه سازمان لپاره یو له قیمتي عملیاتونو بلل کېږي.
مجاهدینو د شورویانو پر ضد په ۱۹۷۹ کال کې وسلهواله مبارزه پیل کړه او د جهادي جنګیالو په توګه وپېژندل شول.
د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې (سيایاې) دغه مسلمانې ډلې د یوې لسیزې جګړې لپاره د شورویانو پر ضد تمویل کړې.
د امریکا پخوانی ولسمشر رونالډ رېګن په ۱۹۸۳ کال کې له یو شمېر افغانانو سره ولیدل.
امریکا له سعودي عربستان سره په ګډه په افغانستان کې د شورویانو پر ضد مجاهدینو سره مرسته کوله. (عکس د امریکا له حکومت څخه)
یوه مجاهد د هوايي برید وروسته اسمان ته وکتل.
په افغانستان کې د بهرنیو ژورنالېستانو لپاره وضعیت ښه نهو. په ۱۹۸۴ کال کې یوه روسي ډیپلومات اعلان وکړ که له مجاهدینو سره کوم ژورنالېست ولیدل شو نو وبه وژل شي، نو د همدې لپاره واشنګټن د شوروي مخالفو افغانانو ته کمرې برابرې کړې.
د افغان مجاهدینو یو انځور.
په ۱۹۸۵ کال کې امریکايي ژورنالېستانو افغانانو ته د انځوریز راپور جوړونې روزنه پیل کړه.
د افغانانو د رسنیو د سرچینو مرکز (ایامارسي) د افغانستان د جګړې له حقایقو د بهرنیو ژورنالېستانو له لوري د راپور منع کولو له امله، ۵۰ کمرې د افغانستان د پټې جګړې د مستند کولو په هدف ډالۍ کړې.
د عکسونو دغه ګالري د ۹۴۰۰۰ انځورونو له ټولګې ده چې همدې پروژې په جریان کې اخیستل شوي دي.
د شورویانو د قرارګاه یو ډګر.
له ۲۰ ډېر عکاسان او ژورنالېستان چې د "ایامارسي" پروژې سرهیې کار کاوه ټپي او دوه نور یې ووژل شول.
په پروان ولایت کې د مجاهدینو غونډه.
له یوه کلي څخه په کم واټن کې د شوروي یوه هلیکوپټره د تېرېدو په حال کې.
د مجاهدینو له لوري د شوروي جوړ شوي راکټ توغول.
مجاهدینو ته د (سيایاې) لهخوا ډېری برابرې شوې وسلې شوروي کې جوړې شوې وې.
مجاهدین د درنو وسلو د نښتو په حال کې.
د یوه امریکايي چارواکي په وینا (سيایاې) دغه وسلې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو له فاسدې برخې پېرل.
د "ایامارسي" د عکاسۍ ټیم د خپلې اصلي دندې ترڅنګ چې د افغانستان پېښې یې تر پوښښ لاندې راوستې د خلکو ورځنی ژوند هم انځوراوه چې په پېښور کې د یوه صراف ژوند یې په انځورونو کې رانغاړلی.
افغان مهاجرینو د شورویانو د وسلې یو عکس په قالینې اوبدلی دی.
د افغانستان پر یوه کلي هوايي برید.
د مجاهدینو ډېری بریدونه د شورویانو پر نظامي کاروانونو کېدل چې په غبرګون کې یې شورویانو نږدې کلي بمبارول.
یو مجاهد د پراشوټي بم پاتې شونې پیدا کړي.
دغه بمونه د لیرې واټن د بریدونو په خاطر طرحه شوي چې د غورځولو پر مهال هغوی ته کوم زیان وانهوړي.
د پخواني شوروي اتحاد یوه جاسوس یو قوماندان د واده د مراسمو پر مهال په ډزو ویشی و.
د شوروي عسکرو په څېر ګوډیانې جوړې شوې دي.
د شوروي عسکر مړی.
په افغانستان کې د ۹ کلنې جګړې پر مهال ۱۴ زره شوروي عسکر وژل شوي دي.
د شوروي هوايي بریدونو پر مهال د یوه افغان وګړي مړی.
پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال لږترلږه ۵ سوه زره ملکیان وژل شوي او له ۵ میلیونو ډېر له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
له افغانانو سره د یو شمېر شوروي عسکرو انځور.
د یوه شوروي عسکر له خولې ویل شوي چې "موږ افغانانو سره مرسته کوو څو فیوډالیزم نظام لهمنځه یوسي او یوه سوسیالیستي ټولنه رامنځته کړي."
په دیوال د کمونېست نقاشي.
د مجاهدینو له لوري د شرابو نیول.
د ماشیندارې په واسطه یو جنګیالی د ډزو پر مهال.
د مجاهدینو یو شمېر ګروپونه چې د (سيایاې) له لوري تمویلېدل سخت دریځه اسلامپاله وو. دغو ګروپونو وروسته ترورېستي ډلې جوړې کړې. اسامه بن لاندن هم د شوروي پر ضد جنګېده او دا چې هغه هم کله له امریکا مرسته ترلاسه کړې دا د اختلاف وړ موضوع بلل کېږي.
شاهپرکي ماین ځای پر ځای شوی څو خلک قرباني کړي.
شورویانو د طیارو په واسطه د مبایلونو او ټیلیفونونو په اندازه میلیونونه بمونه غورځولي. د دې بمونو ډېری قربانیان ماشومان دي.
د شوروي سرتېري پنجشېر ولایت کې د سړک پر غاړه د ماین د کشف پر مهال.
د یوه سرتېري په وینا هېڅ شی د خلکو د سولې په څېر دوست نهدی، هغوی ټول چریکي جنګیالي وو.
یوه افغان د ایټالیا لهخوا جوړ شوی ټانګ ضد ماین په خپل لاس کې نیولی دی.
د ایوان زاوارزین په نوم د یوه شوروي سرتېري د هویت کارت.
د شوروي یو سرتېری چې د اسلام په دین مشرف شو.
له جګړې وروسته له دوه سوه ډېر روسي عسکر ونیول شول او افغانستان کې پاتې شول او دغهراز څو یې لا هم ژوندي دي.
شوروي سرتېري د ګزمې پر مهال.
یو مجاهد له یوه ناچاوده شوروي راکټ سره.
کله چې د "ایامارسي" ارشیف په ۲۰۱۶ کال د امریکا کانګرس ته تسلیم شو، د هغوی یو ویاند وویل، اخیستل شوي انځورونه په افغانستان کې د شوروي د جګړې له لویو درزونو ښکاروندویي کوي.