د برلین د دیوال د نړېدو ۲۵مه کلیزه
Your browser doesn’t support HTML5
پرون په جرمني کې د برلېن دېوال د نړېدو د پنځه ویشتمې کلېزې په مناسبت د درې ورځني جشن وروستۍ ورځ وه.
په دې مراسمو کې اورلوبې وشوې، کنسرتونه ورکړل شول او زرګونه سپینې هوايي پوکڼۍ خوشې شوې.
د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل وویل چې د برلېن دېوال نړېدل لاهم په ټوله نړۍ کې په تېره په اوکراین، سوریه، عراق او د نړۍ په نورو سیمو کې د مظلومو خلکو لپاره د امېد یو پیغام دی.
د نړۍ د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس وویل، د برلېن دېوال په اروپا او ټوله نړۍ کې د ایډیولوژیک وېش یو سېمبول و.