فنلنډ ته د پناه غوښتونکو د ورتګ زیاتوالی؛ هلسینکي له روسیې سره د خپلې وروستۍ لارې د بندېدو خبرداری ورکړی

د فنلنډ سرحدي ساتونکي د نومبر په ۲۳مه د دې هېواد په شمال کې د سالا نړیوالې دروازې په اوږدو کې پناه غوښتونکي بدرګه کوي.
د فنلنډ صدراعظم پټري اورپو روسیه تورنه کړې چې په خپلو پولو کې یې پناه غوښتونکي زیات کړي دي.

یو کس د راجا- جوسپي دروازې ته رسېدلی دی.
د فنلنډ صدراعظم پټري اورپو د نومبر په ۲۷مه یوې خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د مختلفو استخباراتي سرچینو معلومات ښيي چې یو زیات شمېر خلک د فنلنډ پولو ته خوځېدلي دي.
هغه وویل، که دغه لړۍ دوام وکړي نو په راتلونکي کې به اضافي تدابیر اعلان شي.

د فنلنډ سرحدي ساتونکي د نومبر په ۲۷مه په راجا-جوسپي دروازه کې پناه غوښتونکي لېږدوي.
د فنلنډ د سرحدي ګارډ د معلوماتو پر اساس د افغانستان، کینیا، مراکش، پاکستان، سومالیا، سوریې او یمن شاوخوا ۹۰۰ پناه غوښتونکي د نومبر په میاشت کې له روسیې څخه فنلنډ ته داخل شوي دي.

یوه نښه د راجا-جوسپي د تمځي لاره ښيي.
هلسینکي روسیه تورنه کړې چې له امریکا سره د فنلنډ د دفاعي همکاریو د زیاتوالي د تصمیم له کبله د غچ اخیستې په موخه پناه غوښتونکي د دوی پولو ته پرېږدي، خو د کرملین یو مسوول دغه تور رد کړی دی.

د فنلنډ په سالا لاره کې د دې هېواد سرحدي ساتونکي د نومبر په ۲۱مه پر بایسکلو سپاره پناه غوښتونکي رهنمايي کوي.
د فنلنډ د سرحدي ګارډ له لوري په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي ډېری پناه غوښتونکي له شلو تر دېرشو کالو عمرونه لري او له ځینو کورنیو سره ښځې او ماشومان هم دي.

د  راجا - جوسپي دروازې مسوول له بایسکلو ډک یو کانټینر ظبط کړی چې پناه غوښتونکو د هغې په واسطه فنلنډ ته ننوتل.
فنلنډ د 5.6 میلیون نفوسو په درلودلو سره په اپرېل میاشت کې له ناټو سره په یوځای کېدو د مسکو غصه راوپاروله.
 

د  فنلنډ راجا - جوسپي سرحدي دروازه یوازېنۍ د ننوتو دروازه ګڼل کېږي، خو بیا هم ترې ډېر کډوال تېرېږي.
 

د فنلنډ د هوا پېژندې موسسه وايي، له روسیې څخه فنلنډ ته د کډوالو د ورتګ لپاره شرایط خطرناکه دي ځکه د دوی په وینا د هوا درجه د سانتي ګراد په حساب د منفي شپږو او شلو ترمنځ ده.

د  راجا - جوسپي پر پوله راتاو شوی اوسپنیز تار او جال

د فنلنډ صدراعظم پټري اورپو خبرداری ورکړی، که روسیه د پناه غوښتونکو لېږلو ته دوام ورکړي نو دوی به له روسیې سره د تېرېدو وروستۍ لاره وتړي.