فیډل کاسټرو په انځورونو کې

فیډل کاسټرو په ۱۹۵۳ کال کې

کاسټرو د بټیسټا له ګوښه کېدو وروسته د خپل فرمان لاندې چریکیانو په منځ کې، خلکو ته لاس خوځوي

فیډل کاسټرو په ۱۹۵۹ کې؛ د هغه ښي لور ته ارنستو چه‌ګوارا دی

د ۱۹۶۴ کال جون میاشت؛ فیډل کاسټرو په مسکو کې

د لنېن تر انځور لاندې او د شوروي اتحاد د رهبر، لئونید برژنف تر څنګ

په ۱۹۷۰ کال کې له یاسر عرفات سره

فیډل کاسټرو رومانیا کې په ۱۹۷۲ کال د ښکار پر مهال

په هاوانا کې د شوروي اتحاد له رهبر، میخائیل ګورباچف سره، ۱۹۸۹

د کیوبا کمونېستي انقلاب د دېرشمې کلیزې مراسمو کې وینا

په ۱۹۹۵ کال کې د چین له دېوال څخه د کاسترو لیدنه

هاوانا کې له دوهم پاپ ژان پال سره لیدنه

د عمر په ډېرېدو سره، د کاسټرو بدن نور د هغه د اوږدو ویناوو توان نه‌درلود. د کاسټرو ساتونکي هغه وروسته له دې چې په ۲۰۰۴ کال کې له یوې اوږدې وینا بې‌هوښه شو، پورته کوي.
 

د ونزېوېلا پخوانی ولسمشر هوګو چاوېز په ۲۰۱۳ کال کې د ناروغ فیډل پوښتنه کوي.

په ۲۰۰۵ کال کې

۲۰۱۶ کال؛ د فیډل کاسترو د ژوند وروستی کال

د فیډل ورور او د کیوبا اوسنی ولسمشر رائول کاسټرو، د خپل ورور د مړینې خبر اعلانوي