د مسکو د برېښنايي بسونو کار پای ته ورسېد
مسکو کې د برېښنايي بسونو خدمات د ۱۹۳۳ میلادي کال د نومبر په ۱۵ مه پیل شول.
په ۱۹۳۴ میلادي کال کې د شوروي LK-1 لومړنی برېښنايي ماډل بس.
په ۱۹۳۹ میلادي کال کې د مسکو د ګورکۍ سړک د بیاځلي رغونې وروسته.
په ۱۹۴۱ میلادي کال کې شوروي سرتېري په مسکو کې له یوه برېښنايي بس څخه تېرېږي.
د ۱۹۴۱ کال د نومبر میاشت کې د مسکو په کیروف دروازه کې د نظامیانو له یوه مرکز څخه برېښنايي بس تېرېږي.
په ۱۹۴۱ کې د برېښنايي بسونو درې کاروانونو له ۱۷ لارو د مسکو خلکو ته ټرانسپورتي خدمات وړاندې کول.
په ۱۹۵۷ کال کې د مسکو یو سړک چې د برېښنايي بسونو څخه ډک و.
په کال ۱۹۶۰ کې د مسکو په سړکونو کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې پرمهال برېښنايي بسونه لیدل کېږي.
د ۱۹۶۲ کال د مې میاشت کې د مسکو سویرډلوف ډګر یوه څنډه.
په کال ۱۹۴۷ کې د مسکو شیپیتلنیکوف کې برېښنايي بسونه ولاړ دي.
لیدونکي د مسکو د لومړي نمبر برېښنايي بس د ډیپو موزیم کې، کال ۱۹۹۶.
امنیتي مسئولین هغه برېښنايي بس ارزوي چې د ۱۹۹۶ کال د جولای په ۱۲ مه په پروسپکت میرا (سولې سړک) کې یو ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد.
دغه انځور په ۲۱۰۳ کال په مسکو کې د برېښنايي بسونو د خدماتو د اتیا کلنۍ جشن په مناست اخیستل شوی. هغه وخت چارواکو ویلي و دغه بسونه بندوي خو د مسکو یو شمېر اوسېدونکو د دې بسونو د خدماتو د غځولو لپاره کمپاین په لاره واچاوه.
په ۲۰۱۶ میلادي کال یو چلوونکی د برېښايي بس دننه لیدل کېږي.
د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ میاشت کې د برېښنايي بس دننه مسافرین. مسکو کې د دغو برېښنايي بسونو وروستی فعالیت د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګسټ په ۲۵ مه پای ته ورسېد.