د اوکراین ځينو پخوانیو چارواکو په اماراتو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت ملکیتونه اخیستي

د د اوکراین پخواني ولسمشر ویکتوریانو کوویچ او ښاوخوا ته د هغه د حکومت پخواني یو شمېر چارواکي چې په اماراتو کې یې د میلیونونو ډالرو په ارزښت ملکیتونه اخیستي دي.

د ازادي راډیو د اوکراین څانګې له‌خوا د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتوریانو کوویچ په حکومت کې د اداري فساد په اړه د یوه څېړنیز راپور موندنې ښیي چې د هغه د واکمنۍ په موده کې یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د پارلمان یو شمېرغړیو او د دولتي ادارو کارکوونکو د میلیونونو ډالرو په ارزښت د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ملکیتونه اخیستې دي.

د اوکراین د پخواني کریملین پلوي ولسمشر ویکتور یانوکوویچ د واکمنۍ په موده کې یو شمېر جګپوړو چارواکو، د پارلمان غړیو او د دولتي ادارو کارکوونکو په میلیونونو ډالر دوبۍ ته انتقال کړي او ملکیتونه یې پېرلي دي.

دغو کسانو نه د خپلو شتمنیو راپور ورکړی او نه هم د فساد او له خپلې دندې د ناوړې استفادې یا خیانت په خاطر له رسمي تورونو سره مخ شوي دي.

دا د هغه څېړنیز راپور موندنې دي چې د ازادي راډیو د اوکراین څانګې د سکیم برخې برابر کړی دی.

له سکیم سره په دې راپور کې په نړۍ کې څه باندې اویا رسنیو مرسته کړې، په دوبۍ کې یې د زرګونو ملکیتونو په اړه نور جزییات راټول کړي او هغه یې سره شریک کړي دي.

په دې راپور کې تر ډېره د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲م کلونو ترمنځ د ملکیتونو د مالکانو او ورڅخه د استفادې پر چارې تمرکز شوی دی.

د اوکراین د پخوانیو چارواکو په ډله کې چې په دغه راپور کې یې یادونه شوې، د یانوکوویچ د ایکولوژي د پخواني وزیر په ګډون د پارلمان د یو شمېر غړیو نومونه ښودل شوي چې د هغه په مشرۍ ګوند پورې تړلې و.

یانوکوویچ په ۲۰۱۴م کال کې په واټونو کې د خلکو د پراخو مظاهرو په نتیجه کې روسیې ته وتښتېد چې تېښته یې د دې سبب شوه چې روسیه د اوکراین کریمیا ټاپووزمه لاندې کړي او بلاخره هم په ۲۰۲۲م کال کې پر دې هېواد بشپړ یرغل وکړي.

د راپور له مخې که څه هم د اوکراین قوانین د دولتي چارواکو په شمول د دې هېواد اتباع له دې نه منع کوي چې په متحده عربي اماراتو کې ملکیتونه وپېري، خو د شفافیت نړیوال سازمان ډېر مخکې د دې یادونه کړې وه چې متحده عربي امارات د غیرقانوني شتمنیو پر یوه لوی مرکز بدل شوی دی.

لندن مېشتي د مالي او امنیتي چارو د څېړنیز مرکز مشر ټام کیټینګي د ازادي راډیو اوکراین څانګې ته ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې پیسې خوندي او پوښتنې نه‌شته.

د هغه په وینا، هرهغه څوک چې وغواړي په خپل هېواد کې له سخت کنټرول څخه ځان بچ کړي نو له تاریخي پلوه متحده عربي امارات یې مهم ځای دی چې هلته دا کار کولای شي.

د دوبۍ د افشا شوي سند له مخې چې په واشنګټن کې مېشت د نړیوالو جرمونو او کړکېچونو په اړه د دفاعي چارو څېړنیز مرکز ترلاسه کړي او هغه د ناروې د مالي چارو له اي۲۴ E24 رسنۍ او د منظمو جرمونو او فساد په اړه د راپور ورکولو له پروژې سره شریک شوی موندنې یې د ثبت شویو څه باندې سلو افشا شویو سندونو پر اساس چې د دوبۍ د ملکیتونو د ثبت د ادارې او همدارنګه د عامه ملکیتونو د نورو شرکتونو څخه ترلاسه شوي، برابرې شوې دي.

په دغو موندنو کې د اوکراین د پخواني ولسمشر یانووکویچ د یوې مشهورې څېرې، د ایکولوژۍ د پخواني وزیر میکولا زلوچیوسکي نوم ښودل شوی چې د وزارت د دندې ترڅنګ یې د طبیعي ګازو د تولید په برخه کې د بوریسما ګروپ په نوم یو لوی شرکت ایجاد کړی و.

د عکس ښي لور ته میکولا زلوچیوسکي او چپ لور ته د د اوکراین د پخواني ولسمشر یانووکویچ

بوریسما ته د نړیوالو پام هله ډېر واووښت چې د یوه غړي د امریکا د ولسمشر جوبایډن د زوی هنټربایډن په اړه یې په متحدو ایالتونو کې سیاسي ناندرۍ راپورته شوې.

ویل شوي چې زلوچیوسکي د ۲۰۱۹م کال په جولای میاشت په دوبۍ کې د یولس میلیون ډالرو په ارزښت دوه عصري اپارټمانونه په دوبۍ پالم سیمه کې پېرلې دي.

دواړه ملکیتونه په ۲۰۲۲م کال کې د هغه د لور اننا په نوم شوي دي.

نه په خپله زلوچیوسکي او نه یې هم لور په دې اړه د ازادي راډیو ایملونو ته ځواب ویلی.

د دغه څېړنیز راپورله مخې د اوکراین د پارلمان یو شمېر پخوانیو غړیو هم په خپلو یا د خپلو کورنیو د غړیو په نوم د میلیونونو ډالرو په ارزښت په دوبۍ کې ملکیتونه او جایدادونه پېرلې دي.

د پارلمان د پخوانیو غړیو په کتار کې د ویچیسلاو بوهوسلاییف نوم هم اخیستل شوي او ویل شوي چې هغه او زوی یې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په دوبۍ کې لږترلږه نولس اپارتمانونه او د دفترونو ودانۍ پېرلي چې ټولټال بیه یې شاوخوا ۱۵ میلیون ډالره ښودل شوې ده.

د عکس چپ لور ته د اوکراین د پارلمانی پخوانی غړی ویچیسلاو بوهوسلاییف او ښي لور ته د هغه زوی الکساندر

د ازادي راډیو د اوکراین څانګه د پخواني حکومت د چارواکو د فساد په اړه دغه څېړنیز راپور داسې مهال خپروي چې د اوکراین اوسني ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ژمنه کړې چې له فساد سره به په کلکه مبارزه کوي.

زیلینسکي د تېر کال په سنبلې میاشت کې ویلي وو چې له پارلمانه غواړي چې د هغو کسانو لپاره سزا زیاته کړي چې د جګړې په دوره کې د فساد په تورمحاکمه کېږي.

د اوکراین اوسني ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د هغه په وینا، اوکرایني ټولنه د ډیموکراسۍ پرلور پرمختګ کوي او دې ته اړتیا ده چې سیستمونه د فساد مخه ونیسي.