په هرات کې ناڅاپي سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د مارچ په ۱۳مه د ناڅاپي سېلابونو له کبله یو کس خپل ډوب یا غرق شوي اموال ژغوري.
د طالبانو په  کنټرول کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت اعلان کړی چې په تېرو درېیو اوونیو کې د سختو بارانونو او واورو له کبله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي.

ځايي اوسېدونکي په هغه کور کې راغونډ شوي چې سېلاب د دې کورنۍ پنځه کسانو ژوند اخیستی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. 
د سیمې یو ملا امام وویل، دې کور د اکټوبر میاشتې د ویجاړونکې زلزلې له کبله درز کړی و.

د طالبانو په کنټرول کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند جانان سایق وايي، شاوخوا ۱۶۵۰ کورونه ټول یا په کمه اندازه ویجاړ شوي او ۱۷۸۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ یو سپین ږیری اوسېدونکی د سېلاب اوبو څخه د تېرېدو پر مهال لیدل کېږي.
د پوهانو په وینا، افغانستان د اوبو او هوا د بدلونونو له کبله ډېر زیانمن شوی دی.

د هرات د  ګذرې اوسېدونکي له هغه سړک څخه تېرېږي چې شدید سېلابونه پرې راغلي دي.
د امریکا تر ملاتړ لاندې د افغانستان د تېر نظام له سقوط او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره مرستې ډېرې کمې شوي او دغه هېواد چې لا له مخکې بېوزله و، د طبیعي پېښو پر وړاندې تیاریو ته ناتوانه کړی دی.

د هرات په څنډو کې د مارچ په ۱۲مه د ناڅاپي سېلابونو وروسته یو شمېر ځايي اوسېدونکي د پل‌مالان ته نږدې د هریرود سیند ته راټول شوي دي.
 

درې افغانان په خپلو لاسي ګاډو یا کراچیو ناست دي او ځانونه یې په پلاستیک پوښلي ترڅو د باران له کبله لامده نه شي.
د طالبانو دفاع وزارت راپور ورکړی چې د اسلام قلعه-هرات پر لویه لار یې په سېلاب کې بند ۴۰۰ کسان ژغورلي دي.