افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال

د ۱۹۹۶ کال په مني کې طالب جنګیالي په کابل کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې چې د ارګ په نوم هم پېژندل کېږي، لمونځ ته چمتووالی نیسي.
په سېپټمبر میاشت کې، طالب جنګیالیو ښار له مجاهدینو ونیوه، هغه ډلې چې په پیل کې له شوروي او وروسته په ۱۹۹۰میلادي کلونو کې په خپل منځ کې جګړه پيل کړه.

د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې، د پخواني شوروي ملاتړ لرونکی ډاکتر نجیب‎الله (کیڼ) او ورور یې وروسته له هغې په دار وځړول شول چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې ونیول او ووژل شول.
دا په عام محضر کې د طالبان لومړۍ ترخه ننداره وه چې واک ته له رسېدو وروسته‎یې په پلازمېنه کې ترسره کړه.

یو طالب جنګیالی هغه سړی وهي ډبوي چې له نیم کېلو تریاکو سره نیول شوی دی.
دغې سخت دریځې ډلې قسم کړی و چې په جګړه‎ځپلي افغانستان کې به نظم راوړي او د فساد ریښه به باسي.

د افغانستان په شمال کې یو سړی د شوروي له راکټ له کوله د کور د اړتیا وړ توکي جوړوي.
که څه هم وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل په ډېریو سیمو کې جګړه ودرېده، خو دغې ډلې د سختو اسلامي قوانینو او قبیله‎اي دودونو په پلي کولو سره، د ډېریو افغانانو رنځ ته دوام ورکړ.

په یوه خره باندې سپاره یوه برقه لرونکې مېرمن او یو هلک. د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې مجبوره وې چې له کور نه بهر داسې کالي واغوندي او یوازې د کور له یوه سړي سره له کور نه دباندې وتلی شوې.

په کابل کې ښځې، وروسته له هغې چې طالبانو د پلازمېنې واک واخېست، د ښځو پر کار او زده‎کړې یې بندیز ولګاوه، هغوی یوازې کولای شوئ تر ۸ کلنۍ د قرآن زده‎کړه وکړي.

په کابل کې د طالبان وسله‎وال غړي د فوټبال سیالۍ ننداره کوي.
وروسته له هغې چې د باد ډیوې (کاغذ پران) او وزلوبې "غیراسلامي" لوبې وبلل شوې، فوټبال ډېر شهرت درلود، خو ډېری لوبې محدودې شوې.

د پاکستان د فوټبال ټیم یو شمېر لوبغاړو ته وروسته له هغې چې په کابل کې یې په یوه سیالۍ کې نېکرونه په ځان کړي و سزا ورکړل شوه او سرونه‎یې ورورخرېیل شول.
فوټبالران مجبوره ول چې د لوبې پر مهال خپل بدن پټ کړي.
د بوکسرانو په څېر نور ورزش کوونکي مجبوره ول چې د طالبانو په سختو قوانینو او د ورزش عمومي نورمونو کې ځان عیار کړي.
کله چې دوو افغان بوکسرانو په یوه ټورنمنټ کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر وکړ، څارونکو ورنه وغوښتل خپلې ږیرې ورخرېيي.
د طالبانو د غبرګون له وېرې، دغو دوو بوکسرانو خپلې ږیزې ونه‎خرېیلې او له سیالۍ پرته هېواد ته راستانه شول.
 

موسیقي او فلم د طالبانو له‎خوا منع شوی و. په کابل کې دغه پایه د ټیپ د ماتو شویو کسټونو له فیتو جوړ شوی دی.

ځیني هلکان د کمرې د رېل د هغو پاتې شونو د لیدو پر مهال چې د فلمونو له نورو توکو سره د طالبانو له‎خوا سوځول شوي دي.

طالب جنګیالي په کابل د بیرو (اوربشو اوبه) پر قطیانو یو روسی ټانک تېروي.
الکول هم شدیداً منعه ول. د طالبانو د شریعت د احکامو مخالفو مجرمینو ته سزا ډېره سخته او په عمومي محضر کې وه.

شیرین خان یو سړی چې د هغه زوی یې په خوست ښار کې وژل و د شرعي محکمې د حکم پر اساس په ۱۹۹۸ کال کې قصاص کوي.

یو ځوان چې د پنځه تخته قالینو د غلا په تور نیول او مخ‎یې تور شوی دی. هغه وروسته د طالبانو له‎خوا تر (عدلي څار) لاندې ونیول شو.

د غلا په اړه د خبرداري په خاطر دوه پرې شوي لاسونه د برښنا پر یوې پایې راځړول شوي دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې، هغه کسان چې په غلا تورنېدل لاسونه‎یې پرې کېدل.

د بودا د یوې لویې مجسمې چې په بامیانو کې پر یوې تپې حک شوی له ویجاړېدو مخکې او وروسته انځورونه.
طالبانو د بودا مجسمه چې له شپږمې پېړۍ وه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په چاودېدونکو توکو له‎منځه وېوړه.
د طالبانو یوه وزیر د بت پرستۍ ضد جګړې ته اشاره وکړه او ویې‎ویل:

"موږ مجسمې د اسلامي قانون پر اساس له‎منځه وړو او دا یوازې یوه دیني موضوع ده."

خو وروسته، د طالبانو یوه وزیر ادعا وکړه چې د مجسمې له‎منځه وړل یو اعتراضي عمل و چې له جګړو د دغې مجسمې د ساتلو لپاره ورته د پیسو د مرستې د اعلان په غبرګون کې وشو، نه له هغو ماشومانو سره د مرستې لپاره چې په سیمه کې د خوارځواکۍ له امله مري.

په ۲۰۰۱ کال کې په کابل کې اعتراض کوونکي چې په جار د افغانستان په تاریخ کې د اشغال دفع کول یادوي. له هغه کال نه وروسته، د امریکا په مشرۍ یو ائتلاف وروسته له هغې چې طالبانو دوی ته د سپټمبر د ۱۱مې د پلان کوونکي او د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له سپارلو ډډه وکړه، پر دغه هېواد حمله وکړه.

په ۲۰۰۳ کال کې امریکايي پوځیان کندهار ته په نږدې غرونو کې طالب جنګیالي څاري.
د امریکا په مشرۍ د ائتلاف له حملې وروسته، ډېری ماتې خوړلي طالبان غرونو، کلیو او پاکستان ته وتښتېدل.
 

په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د سمندري ځواکونو یو سرتېری له طالبانو سره په جګړه کې یو افغان ملکي کس پوښښ لاندې نیولی.
طالبانو افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو تر رسېدو په دغه هېواد کې له بلوا پالنې سره جګړه کوله.

د ناټو یو زغروال چې په ۲۰۱۴ کال کې په ننګرهار کې د یوې انتحاري حملې هدف وګرځېد.
نن، له نږدې دوو لسیزو وروسته، طالب استازي په دوو اړخونو کې بېل بېل مذاکرات کوي، یو له امریکايي چارواکو سره بل له روسي هڅوونکو سره ترڅو د سولې داسې یو بحث پاروونکي او پېچلي باالقوه تړون ته ورسېږي چې وکولائ شي امریکايي ځواکونه له افغانستان نه وباسي.