افغان ونې کرونکی خپلې هيلې کري

Your browser doesn’t support HTML5

غلام سخي خپله کورنه لري خو دی خپل ژوند د ونو په ايښودلو تېروي. اويا کلن غلام سخي د شاتوتو، الوبالو، شفتالوونې او ارغواني ډوله ګلانو بوټي هروخت او هرځای چې وکولای شي، کري. دی وايي: ″زه غواړم پرلاره تېرېدونکي خلک له دې مېوو څخه خوند واخلي. کله چې نژدې کومه وياله يا چېنه نه وي، زه د دې بوټو د اوبولو لپاره نژدې کوهي کاږم.″ د افغانستان په شمال کې د ده په کلې کې چې د بنو په نامه دی، غلام سخي د ملنګ په نامه مشهور دی.