په افغانستان او پاکستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله د تلفاتو شمېر په ډېرېدو دی

په داسې حال کې چې موسمي بارانونه دوام لري، وروستیو سېلابونو د پاکستان په سوات کې زیانونه اړولي دي.
افغانستان او پاکستان دا مهال د سیندونو د اوبو د کچې لوړېدو او سېلابونو سره مخ دي.
په تېرو څلورو ورځو کې په دواړو هېوادونو کې ۱۴۰ کسان مړه شوي دي.
 

 د ګوادر د جټي سیمې ته نږدې د بارانونو د ورېدو سره سم، کب نیوونکي د اپرېل په ۱۸مه د یوې ویجاړې شوې ودانۍ لاندې ولاړ دي.
دغه سیمه د پاکستان په بلوچستان کې موقعیت لري.
 

 په دې تصویر کې لیدل کېږي چې یو کس د خیبرپښتونخوا په  چارسده کې د اپرېل په ۱۸مه د سېلاب له کبله د خپل زیانمن شوي کور څخه توکي وباسي.

 یوه بېځایه شوې کورنۍ په لنډمهاله کمپ کې ژوند کوي او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره شېبې شمېري. دې کورنۍ خپل کور د سېلابونو له کبله له لاسه ورکړی دی.

 

 د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په چارسده کې د سیمې خلکو خپل شخصي توکي له سېلابونو راایستي او په امنو سیمو کې او له اوبو او بارانونو لرې یې ږدي. 

د سیمې خلک د خپلو کورونو ترڅنګ د هغو ډنډو اوبو ترڅنګ ولاړ دي چې د سېلابونو له کبله راغلي دي.

 وروسته له هغې چې په تېرو درېیو ورځو کې سخت بارانونه وورېدل، اوس هم په پېښور ښار کې د اوبو کچه لوړه ده.
دغه تصویر د اپرېل په ۱۵مه د پېښور د یوې استوګنې له سیمې اخیستل شوی دی.
 

 په دې  تصویر کې لیدل کېږي چې خلک د اپرېل په ۱۵مه د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په شاه کوټي کلي کې خاورو ته د یوې جنازې د سپارلو لپاره راټول شوي دي چې د سېلابونو له کبله مړ شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو په کنټرول کې، طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د اپرېل په ۱۸مه وویل چې په ټول افغانستان کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۰ کسانو ته رسېدلی دی.

 د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې خلک هڅه کوي څو د خپلو کورونو توکي راوباسي.
دغه ولسوالۍ کې سخت بارانونه او سېلابونه شوي راوتلي دي.

 

 په کندهار کې د سختو بارانونو له کبله د راوتلو سېلابونو وروسته په دې تصویر کې لیدل کېږي چې یو سړی له خپله کوره پاتې شوي توکي راباسي.
افغانستان کې ژمی وچ تېر شو، خو د پسرلي په راتګ سره په یو شمېر ولایتونو کې سخت بارانونه شوي او ورپسې سېلابونه راوتلي دي.
 

په افغانستان او پاکستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله د تلفاتو شمېر په ډېرېدو دی. په تېرو څلورو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله په دې هېوادونو کې نږدې ۱۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.