د افغانستان د بامیانو د تاریخي درې د راتلونکي په اړه اندېښنې

یو افغان کارګر د خپل لاسي څرخ سره د خالي ځای څخه د تېرېدو په حال کې چېرته چې، یو وخت د افغانستان په بامیان کې د بودا ‍۱۴۰۰ کلنه مجسمه ولاړه وه.
لرغون‌پوهان هڅه کوي څو د بامیانو په دره کې هغه څو فرهنګي میراثونه وساتي چې لا هم شتون لري.

د بامیان دره، چې د هندوکش د غرونو په منځ کې موقعیت لري په افغانستان کې د یونسکو له دوه نړېوالو میراثونو څخه یوه ده.
د لرغون‌پېژندنې په موندنو کې د بودا اثار شامل دي چې، د لومړۍ او دیارلسمې پېړیو ترمنځ رامینځته شوي دي.

د  ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې د طالبانو بنسټ‌پال اسلامي رژیم د "صلصال او شمامه" بودا مجسمې د غیر اسلامي اعلانولو وروسته په بمونو والوزولې. نړېوالې ټولنې د نړۍ د دغو دوه کلتوري میراثونو ویجاړول په کلکه وغندل.

طالبان په هغه ځای کې ولاړ دي چې په ۲۰۰۳ کال کې د یونسکو له‌خوا د خطرناکو کلتوري ځایونو په نوم‌لړ کې شامل شوي وو.

د بودا د مجسمو له ویجاړولو سره سره، لیدونکي د بامیانو له درې څخه ليدنه کوي، چېرته چې په ۲۰۰۸ کې ساینس‌پوهانو وویل چې، د نړۍ تر ټولو زاړه تېلي (روغني) انځورونه د غره په یوه غار کې موندل شوي دي.

په بامیانو کې د بودایانو د دېوالي نقاشیو جزيیات چې شاوخوا ۶۵۰ میلادي کال پورې اړه لري.

 يوکو تانيګوچي چې په باميانو کې د ساينس‌پوهانو د ډلې مشري کوي وويل: "دا په نړۍ کې د تېلو (روغني) د نقاشۍ لومړۍ څرګنده بېلګه ده." که څه هم وچ تېل پخوا د روميانو او مصريانو له‌خوا کارول کېدل، خو يوازې د درملو او سينګار په توګه کارول کېدل.

د طالبانو رژيم چې د نغدو پیسو له کمښت سره مخامخ دی، د یوه سیاحتي کمپلکس په جوړولو يې پیل کړی. لرغون‌پوهان وېره لري چې لرغوني اثار به نور هم زیانمن کړي.
 دا کمپلیکس به د بودایانو د صومعه غارونو په شاوخوا کې موقعیت ولري.

همدارنګه د طالبانو حکومت اجازه ورکوي تر څو، له دغه ځای څخه د ډبرو د سکرو د استخراج لپاره کار واخيستل شي چې يو اضافي ګواښ دی.

له کندز ولایت څخه د بې‌ځایه شویو افغانانو راتګ، چې کورونه یې د سېلابونو له امله ویجاړ شوي او اوس د کنډوالو په وړاندې په خلاصو سیمو کې ژوند کوي چې، په بامیانو کې يې ستونزې لا نورې هم زیاتې کړې دي.

دا انځور چې په ۱۹۹۷ کې اخیستل شوی،  د صلصال ۵۵ متره لوړه مجسمه ښیي چې د "د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د رڼا وړانګو" مانا لري او د "لوېدیځ د بودا" په نوم هم پېژندل کېږي.