د ژوند رنګونه؛ له هېلې مایار او خاطرې امرخېل سره

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ادارو په کچه د ښځو پر کار او د ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو مسلسل محدودیتونه لګولي دي. د همدې له کبله، په تېرو دریو کلونو کې د هغو ښځو او نجونو شمېر ډېر شوی چې داسې وړو کاروبارونو ته یې مخه کړې چې د طالبانو له محدودیتونو سره په ټکر کې نه دي.

دوی یا له کوره او یا د ښځو لپاره ځانګړو کارځایونو څخه، د خیاطۍ، لاسي صنایعو، خوړو پخولو او نورو برخو کې هڅه کوي چې له مالي پلوه د خپلو کورنیو د تمویل لارې چارې پیدا کړي.

د ژوند رنګونود دې اونۍ په خپرونه کې مو له دوو همداسې افغان ښځو سره خبرې کړي، چې واړه کاروبارونه مخته وړي. دوی له کومو ننګونو تېرې شوې؟ څه ډول خپل کاروبار تنظیموي؟ او نورو ته څه مشورې لري؟

دا ټول په دې خپرونه له لارې له هېله مایار او خاطره امرخېل څخه اوریدلی شئ. فریده سیال د خپرونې کوربنه ده.