د ازبکستان ولسمشراسلام کريموف وايي، چې د ازبکستان د اورګاډو د شبکې کارکوونکي به د افغانستان په شمال کې د اورګاډي پر لومړنۍ پټلۍ، چې د حيرتان بندري ښارګي او مزارشريف ښار سره وصلوي، د اورګاډي تګ راتګ پيل کړي.
اسلام کريموف وويل: ″موږ د افغانستان له حکومت، د دغه هيواد له استازو او د اسيايي پراختيايي بانک له مشرتابه سره موافقې ته رسېدلي يو، چې زموږ د اورګاډو کارکوونکي به افغانستان ته دا خدمات وړاندې کړي څو د حيرتان او مزارشريف ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ پيل شي.″
د ازبکستان ولسمشر دا څرګندونې په يوه ځانګړې غونډه کې وکړې، چې د ازبکستان د تلويزيون له لومړي چاينل څخه خپرې شوې.
ښاغلي کريموف دا هم وويل، چې د دغه هيواد د ريل ماهران به د حيرتان او مزارشريف ترمنځ هم مسافر او هم وسايل يا کارګو انتقالوي.
اسلام کريموف په عين حال کې په دې خبره ټینګار وکړ، چې يوازې سوله ييز چاپېريال په افغانستان کې د پرمختګ لار اوارولی شي.