ویسا: د مټریک سیستم په مرسته تښتېدلي بندیانو بېرته نیولی شو

د کندهار ځایي چارواکي وایي، چې د دې ولایت له زندان څخه د تښتیدلو بندیانو د نیولو لپاره یې عملیات روان دي.

د کندهار والي توریالي ویسا ویلي، چې دوی سره د تښتېدلو بندیانو، متیریک سیستم، یعنې د ګوتو نښې او د سترګو عکسونه شته چې دا به د تښتیدلو بندیانو په نیولو کې ګټور تمام شي.

خو له کندهار څخه د ازادي راډیو خبریال بیا وایي، چې د امنیتي ځواکونو، له خوا د بندیانو د لټون پرعملیاتو د کندهار اوسیدونکي ناخوښ دي او وایي چې امنیتي ځواکونو باید د دې بندیانو امنیت په سمه توګه نیولی وای ترڅو داسې پیښه نه وای را منیځ ته شوی.

اوړمه شپه د کندهار له زندان څخه ۴۸۸ بندیان په تیښته بریالی شول، په تښتیدلو کسانو کې دیارلس جنایي بندیان او نور ټول وسله وال مخالفین دي.

چارواکي وایي، چې تر اوسه پورې یې اته ویشت بندیان نیولي او دوه نوربیا له امنیتي ځواکونو سره په مقاومت کې وژل شوي دي.